2BF5B8F6-D1E8-46C9-9712-D9F87B88911F

په ټاکنېزو سیاليو کې د دولتي امکاناتو ګټه اخېستنې د هرات اوسېدونکي اندېښنمن کړي

د فرحت خبري آژانس د راپور له مخې هرات میشته اوسیدونکي په ټاکنېزو سیالیو کې د نوماندانو له لوري د دولتي منابعو او امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په تړاو اندیښنه لري، او وایې: تر ډیره برید حکومتي چارواکي په مستقیمه توګه د یوشمیر نوماندانو په ګټه کمپاین کوي.
ټاکنیزې سیالۍ، چې و پای ته رسېدو ته یې ۸ ورځې پاتې دي، په هکله یې یو شمیر هرات میشته اوسیدونکي اندیښنې لري او وایې: تر ډیره برید د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د حکومتی امکاناتو او منابعو څخه ګټه پورته کوي.
دا کسان وایې: په څرګنده توګه یو شمیر حکومتي چارواکي د نوماندانو په ګټه کمپاین کوي او په خبره یې د شکایتونو خپلواک کمیسون یې هم په وړاندی اقدام نه کوي.
د اوسېدونکي فرحت سره خبرو کې خپلې اندېښنې داسې څرګندې کړي”له ته بده مرغه په ولایتونو کې د حکومت يو شمېر کليدي چارواکي په مستقیمه او غير مستیقمه توګه ټاکنېزو ټيمونو کمپاین کوي، چې د اوسېدونکو جدي اندېښنې يې راپارولي او په تېرو ټاکنو کې هم، د وګړو له لوري ګڼ شکایاتونه وشول، خو له متاسفانه څنګه چې باید رسېدنه شوې وای او له سر غړوونکو سره يې قانوني چلند شوی وای، د خلکو شکایتونو ته هم هغسې رسېدنه و نه شوه”
د بلی خوا د افغانستان د شکایتونو خپلواک کمیسون مشره زهره بیان شینواري وایې: د ټاکنیزو سیالیو څخه د سرغړونی په تړاو یې په ټوله هیواد کې ۶۶ شکایتونه ثبت کړي چې اتو هغو ته یې رسیدنه کړي او پر پاتي نورو کار روان دی.
ميرمن شینواري فرحت خبري آژانس ته داسې وایې” په ټوله افغانستان کې د کمپاین پر مهال ۶۶ شکایتونه ثبت شوي، چې څلور شکایت يې د هرات اړوند دي، شکایت کو څېړلی، موږ له ټولو نوماندانو سره يو شان چلند لرو د هیڅ ټیم او چا سره چې سرغړونه یې کړي وي، همکاري به ونه شي او جدي چلند به ورسره کیږی”
په همدی حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسون منشې ډاکټر محمد قاسم الیاسي وایې تر ۶۰ سلنه ډير شکایات چې دوی ته رسیدلي د دولت جوړونکي او ثبات همپالنې ټیمونو په هکله دي او دوی یې د څیړلو په حال کې دي.
دا په داسی حال کې ده چې د هرات والی وایې تل مصممه دي، چې قانون په ښه توګه عملی شي او په خبره یې که څوک دولتي امکانات په هرات کې د کمپاینونو لپاره کاروي، حکومت به یې مخنیوی وکړي.
د هرات والي عبدالقیوم رحيمي فرحت خبري آژانس ته وویل: د تل په څېر هوډ لرم، تر څو قانون په سمه توګه عملي شي، ټول کمیسیونونه په خپلو چارو کې خپلواک دي او پکې هيڅ ډول لاسوهنه نه کوي، کميسويونه خپلو کارونو ته رسېدنه کوي، خو که احیاناً سرغړونه وشي او کمیسیون پرېکړه وکړي، څارنوږالي عملاً کار کوي او پرېکړه يې موږ عملي کوو”
دا خبري په داسي حال کې کیږي، چې تیره اونۍ یو شمیر دولتي چارواکې د شکایتونو خپلواک کمیسون له لوري د یو شمیر مشخصو ټیمونو لپاره د کمپاین په تور نقدي جریمه او یا هم د رایې ورکونې د حق څخه محرومه شول.

عبدالناصر ارمل
فرحت خبري آژانس / هرات