53CECA8B-1B02-4FC7-9F92-E31C6E0B96B3

امین الله امرخیل:د ټاکنو لپاره بشپړ امنیتي چمتوالی لرو

په هرات کې امنیتي چارواکو د ټاکنو خپلواک کميسیون ولایتي دفتر او کارکوونکو لپاره د چټک امنيتي چمتوالي خبر ورکوي و.
د هرات امنیه قومندانۍ مشرتابه پلاوي ددې ولایت د ټاکنو خپلواک کميسيون ولایتي دفتر رئيس او د ټاکنيزو شکایتونو د مسؤل سره په ليدنه کې د چټک امنیتي چمتووالي د نيولو ډاډ ورکړ.
د هرات امنیه قومندان پاسوال امين الله امرخيل ددې ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر څخه د ليدنې په ترڅ کې وویل: د هرات امنيتي ځواکونه به د انتخاباتو خپلواک کميسیون د دفتر او کارکوونکو د امنیت د تامين په برخه کې خپلې هڅې و نه سپموي.
په ورته مهال کې د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد هم ويلي ؤ، چې امنتیي ځواکونه هڅه کوي، تر څو د ټاکنو د ورځې امنیت تر بل هر وخت ټينګ وساتي.
د هرات ولایت د ټاکنو کمیسیون او ځايي چارواکي وایې دوی په بشپړ ډول د ټاکنو ترسره کولو لپاره چمتو دي.
په هرات ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسون ریس محمد داوود صدیق زاد فرحت سره په خبرو کې وویل: هرڅو چې ځینې ستونزه سته خو په خبره یې دوی هڅه کوي، چې رڼې او د خلکو د قناعت وړ ټاکنې په دې ولایت کې ترسره کړي.
ویل کېږي، چې په هرات کې د رايې اچونې د ۳۰۰مرکزونو څخه،به ۳۲ مرکزه تړلي وي.

عبدالناصر ارمل
فرحت خبری آژانس – هرات