87299928-2A44-489A-AA8A-589A62AF3F9F

په هرات کې د ۱۰ مليونو افغانیو په ارزښت پروژې پرانېستل شوي

هرات ښاروالۍ نن شاوخوا د۱۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د درو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده او یوه بله یې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
دا پروژې چې د کانال جوړونې او سړک جوړونې دي، د سیمې خلک یې اړینې بولي او وایې ډیري ستونزي یې ورسره هواریږی.
د هرات ښاروالۍ چارواکي وایې: د ښاروالۍ بودجې د تصویب سره سم یې په تیرو څو میاشتو کې ډېري پروژې په هرات ښار کې پیل کړي، چې په خبره یې ځینې یې د بشپړیدو په حال کې دي.
غلام حضرت مشفق د هرات ښاروال چې نن یې د درو پروژو د بنسټ ډبره کښیښوده او یوه بله یې ګټی اخیستنی ته وسپارل وایې” په دې پروژو کې یوه یې د چهار سو تر جاده لیلامي پورې د کانال جوړونې پروژه ده او بله یې هم د ۴۰۰ متره په اوږدوالي د جاده لیلامي سړک تر چوک شهرنو پورې پخول دي، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته و سپارل شي”
په همدې حال کې د هرات ښار هغه اوسېدونکي چې دا پروژې يې په سیمه کې پیل او یا پرانیستل سوي وایې: د دې پروژو په بشپړیدو سره به یې ډېری محیطي ستونزې چې په وینا یې ګنې ستونزې د ژمي په موسم کې وي هوارې او ژوند به یې هوسا شي.
د بصیر احمد په نوم د هرات ښار يو تن اوسېدونکي فرحت ته وویل” موږ د ښاروال څخه ممنه کوو، چې د واټونو او کانالونو په ښه کیفیت جوړولو کې د خپلو خلکو سره مرستې کوي او یادې پروژې يې پرانېستلې، د ژمي په موسم کې به تل اوبه هټيو ته را اوښتې او ډېری مالي تاوان به يې را اړاوه”
هرات ښاریان چې په تېرو درو کلنو کې د دې ولایت د ښارولۍ له لوري د پروژو نه پلي کېدو له کبله يې شکایت کاوه، اوس د یوشمیر پروژو د پرانیستې څخه خوښي څرګندوي او د ښاروالۍ غواړي، چې خپل د ژمنو سره سم د درب قندهار سړک پروژه هم پیل او سړک یې پوخ کړي.

عبدالناصر ارمل
فرحت خبري آژانس/ هرات