AA4CEE99-B50B-41B0-B339-355EA63B3791

په هرات کې وروستیو نا امنیو خلک اندېښمن کړي

د هرات ولایت یوشمېر اوسیدونکي او د چارو شنونکي د دې ولایت امنیتي وضعیت نازک بولي او د حکومت له خوا تر سره کیدونکي عملیات بې ګټې او نمایشي یادوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولایت ځایي او امنیتي چارواکي بیا وایې په دې ولایت کې طالبان ځپلي او د وضعیت د کابو کولو لپاره پوره ځواک لري.
هرات ولایت چې په تیرو اتلسو کلنو کې یو د نسبتاً امنو ولایتونو څخه شمېرل کیده، اوس یې امنیتي وضعیت د یوشمېر خلکو لخوا ناسم بلل کیږي او وایې د دې ولایت د امنیتی او ځایې چارواکو د ناسم مدیرت له کبله جګړه د فراه او هلمند څخه هرات ولایت ته را انتقال سوې.
هرات میشته اوسیدونکي وایې د دی ولایت د ۱۹ ولسوالیو سربیره هرات ښار هم اوس امن نه دی او دوی ځان پکښې خوندي نه احساسوي.
د هرات ولایت يو تن اوسېدونکي نصیر احمد فرحت نیوز ته وویل: ” په دې وروستیو کې د هرات امنیتي وضعیت تر ډېره کړکېچن دی، زه اړ یم، چې د خپلې کورنۍ سره یوځای بهرني هیواد ته ولاړ شو”
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات والي بیا وایې: طالبانو ته یې په دې ولایت کې سخت ګذارونه ورکړي او په خبره یې هرځای چې سر پورته کوي د له منځه وړلو لپاره یې عملیات ترسره کړي.
د هرات والي عبدالقیوم رحيمي فرحت خبرې آژانس ته وویل: د هرات په هره سیمه کې، چې طالبان تحرک ولري، د له منځه وړلو لپاره يې عملیات ترسره کوو، موږ د خپلې خاوره څخه په ټېنګ عزم دفاع کوو او طالبان د شینډنډ د زیرکوه سیمې پرته د هرات په نورو سیمو کې پایګاوي نلري او ددې ولایت په نورو ټولو سیمو کې د ماتې او تېښته په حال کې دي”

خو د بلې لوري په دې ولایت کې یوشمیر د چارو شنونکي بیا د حکومت له خوا ترسره کیدونکي عملیات د امنیت ټينګېدو لپاره ګټور نه بولي او وایې: په سم مدیریت سره کیدای شي دا وضعیت کابو شي.
په هرات کې د سیاسي چارو شنونکی عبدالقادر کامل فرحت ته داسې وايې ” يوازې په ولسواليو، کليو او بانډو کې د پوځي عملیاتو په ترسره کولو سره امنیت نه شي ټېنګېدای بلکه اړتیا ده، چې د مخالفینو تبليغاتو او طالباني فکر شنډ کړل شي”
په همدی حال کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان تورنجنرال ارکان حرب فضل محمد (جنبش) فرحت سره په خبرو کې وويل: دوی په لوېدیځه حوزه کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د ګواښونو له منځه وړلو لپاره پوره ځواک لري او پرې به نږدي، چې هغوی په هرات کې پرمختګ وکړي.
دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې د یوشمیر شنونکو په اند د هرات په ۱۹ ولسوالیو کې دمګړی طالبان تحرکات لري او په خبره یې که يې په وړاندې جدي اقدام ونه شي، هرات ولایت به هم د فراه په برخلیک اخته شی.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز-هرات