0A3523EF-DA88-4FA3-BA3A-407BD73ACCB6

په ننګرهار ولایت کې د دوه بهرنیو اتباعو په ګډون څلور نور داعش جنګیالي وژل شوي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،تېره شپه د ١٣٩٨ کال د ثور (غویي) میاشتې په (٢٩)مه نېټه په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت مېشتو ځانګړو ځواکونو د یاد ولایت، چپرهار ولسوالی په ډاګو سیمه کې د داعش ترهګریزې ډلې د تنظیم پر یوه مرکز عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د دوو بهرنیو داعش جنګیالیو په ګډون څلور نور داعش جنګیالي وژلي، او د دوی یو مرکز یې د یو شمېر سپکو او درندو وسلو او مهماتو په ګډون په مکمل ډول له منځه وړی. داعش ترهګریزې ډلې له یاد مرکز څخه په جلال اباد ښار کې د ځان مرګو بریدونو، هدفي وژنو او نورو ترهګریزو فعالیتونو د تنظیم لپاره استفاده کوله.