images

پکتیکا وال د سولې د خبرو ملاتړ کوي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی د پکتیکا ولایت اوسدېدونکي وايي د افغان سولې په تړاو هڅې که د نړۍ په هر ګوټ کې وي، ملاتړ یې کوو دوی دا خبره په داسي حال کې کوي، چې په پلان کې ده د طالبانو سیاسي پلاوی او پاکستاني چارواکي راتلونکي دوشنبه د دغه هیواد په کوربه توب سره جرګه شي.
لیکوال او آزاد خبریال علي محمد نظري په دې اړه فرحت ته وویل چې که څه هم ځيني هیوادوال د سولې په اړه د پاکستان هیواد همکارۍ ته د شک په سترګه ګوري، خو د طالبانو د قطر دفتر سیاسي پلاوي مشر او ټول غړي پوهېږي چې افغانان په اوس وخت کې یوې باعزته او داسي سولې ته ضرورت لري چې تلپاتې او ملي ګټې په کې ساتل شوې وي.
نظري وايي، په دغه ناسته کې طالبان د افغانستان د ولس فکر ته په کتو نور نه غواړي د پاکستان غوښتنې ورسره ومني، خو که داسي وشي، نو د افغانستان خلک یې نه مني.
پکتیکاوال ځوان کامران کاروان بیا وايي، که څه هم پاکستان تر اوسه د افغانستان د ګټو لپاره یو ګام هم نه دی اخیستی او تل یې زموږ د هیواد په بربادۍ کې یوازي خپلې ګټې لټولې دي، خو زیاتوي چې زموږ هیوادوال له تېرې څلوېښ کلنې جګړې تر پوزې راغلي او په دې برخه کې د هر چا او هیواد مرستې ته اړتیا لري، هغه که د افغانانو دوست وي او یا هم دښمن.
دی وايي، پاکستان به داځل د سولې په پروسه کې ځکه همکاري وکړي چې د نړیوالو تر زیات فشار لاندي دی.
نوموړی وايي که په دغه او دې ته ورته نورو ناستو کې افغان دولت هم ورګډ شي او دغه پروسه افغان شموله شي، نو د سولې په باره کې به د افغانانو هیلې نورې هم زیاتې شي.
خو محمد یعقوب څرګند وايي، چې که د افغانستان سیاسیون، دولت، سولې عالي شورا او د سولې په باره کې کار کوونکي نهادونه او اشخاص د دې هیواد د لري پرتو سیمو قومي مخور او دیني عالمان هم ورګډ کړي، نو شونې ده چې سوله ژر راشي او د وژنو دغه لړۍ پای ومومي.
څرګند وايي، ذکر شوي خلک او نهادونه په هیواد کې د سولې راتلو په موخه د پردې تر شا لګیا دي او په تړاو یې له عام ولس سره معلومات نه شریکوي.
دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندي هم د پکتیکا ولایت اوسېدونکو په وارونو، وارونو په هیواد کې د دایمي، باعزته او له ملي ګټو سره مل سولې راتګ په موخه د ملاتړ لاریونونه او بېلابېل مدني حرکتونه کړي او په جګړو کې له ښکېلو اړخونو یې غوښتنه کړې، چې نور له افغان وژنې لاس واخلي او د هیواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
خبریال سلطان محمد ځلاند
فرحت نیوز پکتیکا