62B2B785-7F4D-43FC-9298-0176847F3E2C

زلمی خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو جزئیات له جمهوررئیس غني سره شریک کړل

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون ماښام ناوخته د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني او د حکومت نورو غړو ته د قطر په دوحه کې طالبانو سره د خبرو جزئیات شریک کړل.

خلیلزاد د حکومت مشرتابه ته د معلوماتو ورکولو پر مهال په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې خپاره شوي ناسم معلومات او ګنګوسې، رد کړې، وې ویل: د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه یې له طالبانو سره هیڅ راز خبرې او بحث نه دی کړی.

هغه زیاته کړه: د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم.

خلیلزاد څرګنده کړه، طالبانو سره یې د اوربند په مسئله بحث کړی خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

خلیلزاد وویل، طالبانو سره په خبرو کې امریکا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې دوامدارې سولې ته د رسېدو یوازینۍ حللاره بین افغاني مذاکرات دي.

هغه زیاته کړه، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه امریکایان ورسره هیڅ ډول پرېکړې ته نه دي رسېدلي او زیاته یې کړه: که چېرې د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول تصمیم نیول کېږي دا به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ په تفصیلي ډول تر بحث لاندې نیول کېږي.

خلیلزاد په دې اړه چې ایا طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په اړه تصمیم ونیسي او که نه، وویل، د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره به بیا له طالبانو سره وګوري.

په پای کې د افغانستان دجمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد څخه د راپور د شریکولو په خاطر مننه وکړه او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په خاطر یې د امریکا د متحدوایالتونو د دولت هڅې وستایلې.