8BE285B8-9364-4ED5-A415-E62015892D22_cx8_cy32_cw71_w1000_r1_s_r1-349x218_c

د پکتیکا بزګران: چې زراعت داسي کارونه راته کړي چې دوی نه پرې پوهیږي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د پکتیکاولایت د کرڼي اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې په روان کال کې په یاد ولایت
کې لويي لاسته راوړنې لري، بزګران بیا وايي چې دوی ښوونې ته اړین ضرورت لري.
د پکتیکاولایت د کرڼي اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست صوبت خان وايي، چې په روان کال کې
يې زیاتيي پروژې طتبق کړې دي چې له جملې يي په ارګون او یحي خيلو او ولسوالیو کې ۶ تهدابه
سړې خونې جوړې کړې دي ځکه چې دا سیمي زیاتي د مڼو وني لري، او تر څنګ يې په یوسف خېلو،
خیرکوټ، او مټاخان ولسوالیو کې يې لس میمز خونې او د اوبو د ساتلو کوچیني بندونه جوړې کړې دي.
او ددې تر څنګ يې ۸۸۰ جرېبه باغونه په مرکز او ولسوالیو کې ویښلي دي.
د صوبت خان په خبره د مالدارې په برخه کې يې ۷۸ زره دوزه د بروسولوز واکیسن طتبق کړي دي،
چې دا ناروغۍ انسانانو ته هم انتقال وړ ده.
د نوموړي زیاته کړه چې د کارونو پر وړاندې يې ستر خنډ د بودیجي کمښت وو.
بلخوا بیا بزګران د کرڼي اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لخوا تر سره شوي کارونه تاییده وي، خو تر
څنګ يې ځیني شکایتونه هم لري.
دوي زیاتوی چې ممیزخوني ورته جوړې شوې دي خو د ساتلو په برخه کې معلومات نه لري.
ددې تر څنګ دوي وايي، چې په ځای ددې چې د خپل ولایت کرې ورکړل شوې وای، خو اکثره نیالګۍ
ورته د نورو ولایتونو کینول شوې دي چې یو شمېر يې وچې شوې دي ځکه چې له دغه هوا او اوبو سره
نابلده وي.
همدارنګه دا بزګران له اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوي، چې دوی ته دي د باغداري په برخه کې
مسلکي روزنه ورکړل شي، او ښوونیزو ورکشاپونه دي ورته دایر شي تر څو ددوی ظرفیتونه لوړ شي.
د یادولو وړ ده پکتیکا بزاګران د اوبو له کمښت څخه کړیږي او د بندونو د جوړه ولو غوښتنه يې په
ځلونو ځلونو کړې ده.
خبریال: سلطان محمد ځلاند
فرحت نیوز پکتیکا