ybfvv

د پکتیکا د عامي روغتیا ریاست او OHPM موسسي پر وړاندي لاریون تر سره شو

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د شنبې په ورځ مازدیکر مهال په ښرنه کې لسګونو مدني فعالانو د اعتراض په ډول د پکتیکا ولایت د عامي روغتیا ریاست د مسولینو او OHPM موسسې پر وړاندې د مسولینو د ګوښه کولو په هدف لاریون تر سره کړل.
دغه لاریون کوونکو لخوا دوه ورځي مخکي د عامي روغتیا ریاست او OHPM موسسې دوازو ته قلفونه هم واچول شول، دوی ادعا کوله چې د یو ماشوم مړی کابل ته د انتقال پرمهال د پکتیکا ولایت د عامي روغتیا ریاست او د ښرنې ملکي روغتون د مسولینو د بې پروايي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړل او د هغه مړی يي بیه په لویه لار کې له امبولانس څخه کوز کړل.
خو دغو لاریون کوونکو ادعا کوله چې ځیني کړیو په دې برخه کې مداخله کړي او ددوي غوسه يې پارولې ده.
دوی زیاتوي که په پکتیکا کې د OHPM موسسي او عامي روغتیا ریاست په رهبرۍ کې بدلونونه را منځته نشي نو له تاوتریوالی ډک لاریونونه به وکړي.
دغو لاریون کوونکو د عامي روغتیا ریاست او OHPM موسسي له دروازو کلفونه په دې شرط خلاص کړل چې د سرپرستانو لخوا به اداره کیږي.
د یادولو وړ ده د خلکو په غوښتنه او د ولایت په هدایت هغه کسان چې څو ورځي وړاندې يې د ماشوم په انتقال او د مړي له امبولانسه په ښکته کولو کې په غفلت تورن وو څارنوالۍ ته ورپیژندلي دي.
خبریال: سلطان ځلاند فرحت نیوز پکتیکا