C5F64F58-E53A-44F5-8467-CFC93C39E90D

جمهوررئیس غني: تغییر او تبدیل په دولتدارۍ کې یو مهم اصل دی

فرحت،د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د نویو سرپرستو وزیرانو د معرفي په مناسبت په چهار چنار ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. جمهور رئیس غني په کابل ښار کې د دوشنبې ورځې تروریستي برید ته په اشارې وویل: له بده مرغه زموږ د خلکو په ضد روانه فاجعه، پرون په یو بل شکل تکرار شوه چې زموږ یو شمېر کابل ښاریان په ډېرې بې رحمۍ په کې شهیدان شول.

هغه وویل، دې پېښې وښوده چې موږ له داسې بې ننګه او بې رحمه دښمن سره مخامخ یوو چې هیڅ انساني او اسلامي ارزښت ته درناوی نه لري او هدف یې یوازې وژل، انفجار او انتحار دی. جمهور رئیس د دغې پېښې د ټولو قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ ټپیانو ته د روغتیا هیله هم وکړه. د هېواد جمهور رئیس د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې ویل: په داسې جنایتونو او وحشتونو د خپلواک او پرمختللي افغانستان په لور زموږ اراده نشئ بدلولی او له دغسې جنایتونو وروسته تروریزم سره د مبارزې په لار کې د افغان ملت اراده او عظم لا قوي کېږي.

محمداشرف غني په طالبانو غږ وکړ چې د پروني برید د مسوولیت په نه منلو او غندلو سره له مسوولیت څخه ځان نشي خلاصولی، آن که دوی په مستقیم ډول په دغه فاجعه کې شامل هم نه وي، خو همدوی نورو ته د دغسې فاجعې زمینه، برابره کړې ده. د هېواد جمهور رئیس د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د مخکېنیو وزیرانو له تعهد، خدمت او رهبرۍ څخه په مننې وویل، تاسې د خپل خدمت او مسوولیت پر مهال د افغانستان خلکو، وطن او دولت ته خپل تعهد، رهبري او خدمت ثابت کړ او دغه خدمات مو د قدر وړ دی او ماته ارزښت لري.

جمهور رئیس غني تغییر او تبدیل په دولتدارۍ کې یو مهم اصل وباله او زیاته یې کړه، اوس سیستم دغه پوخوالي ته رسېدلی چې د مهمو دولتي بنسټونو مشران د حکومت د مشرتابه د لزوم دید په اساس چېرته لاړ شي او کوم نوي مسوولیتونه ومني. خوشبختانه دا فرهنګ او اصل اوس نهادینه شوی دی. محمد اشرف غني څرګنده کړه، د ملي وحدت حکومت د پيل راهیسې د سولې د راوستو لپاره ښکاره او واضح دریځ درلود او د سولې د تحقق په خاطر یې خپل عملي پلان له ملت او نړیوالو سره شریک کړ. هغه د سولې لپاره برابر شوی پلان چې ټول هېوادوال ورباندې اجماع لري، بېساری وباله او زیاته یې کړه، موږ لا هم پایدارې او باعزته سولې ته ژمن یوو او خپلو هڅو ته به دوام ورکړو.

جمهور رئیس د ملي دفاع وزارت نوي سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح د نظام ځوان او په عالي ملي روحیه سنبال کدرونه وبلل او زیاته یې کړه، دوی دواړه د رهبرۍ متفاوتې ځانګړنې او واضح لیدلوري لري او د دوی له تجربو او انرژۍ څخه د وطن د دفاع، ساتنې او پالنې لپاره استفاده یوه اړتیا ده. جمهور رئیس غني وویل، پولیس د قانون د پلي کولو مهمه دنده او ولس سره ورځني مخامخ روابط لري، نو د ملي پولیسو ساتل او پالل، د دوی مسلکي کېدل او د ورځنیو مشکلاتو حل د کورنیو چارو وزارت اساسي دنده ده.

جمهور رئیس ټینګار وکړ، زموږ پوځي عملیات باید په مطلقې همغږۍ مخکې لاړ شي، تر څو اردو متحرکه وي، پولیس ثبات وساتي او ملي امنیت خطرات تحلیل او د خطراتو مخنیوی وکړي. هغه څرګنده کړه، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د امنیت تامنیول، مداخله نه کول او د مداخلې مخنیوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي او اسلامي دنده ده او د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو نوي مسوولین به د ولس د رایې ورکوونکو آزادي، افغانستان شمولیت او امنیت تضمین کړي. د هېواد جمهور رئیس د سولې د راتګ هیله څرګنده کړه او وې ویل، سوله به انشاالله راشي او له سولې وروسته به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت لا زیات شي. هر افغان چې سوله مني، باید اطمنان ولري چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په مسلکي چلند د دوی د مال او ځان څخه دفاع کوي.

جمهور رئیس وویل، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان چې په دغو حساسو شرایطو کې دا لوی مسوولیت مني، د مبارکۍ ترڅنګ د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه دواړو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوم او د بریاو هیله ورته کوم. د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان وویل، افغانستان موږ پورې اړه لري او له افغانانو مه واره بل هیڅوک یې پرمختګ ته نشي سوق کولی. هغه زیاته کړه، سولې ته رسېدل یوه پېچلې پروسه ده او دا پېچلتیا موږ د ابوظبۍ په ناسته کې ولیده. مګر د دغو ټولو پېچلتیاو او ستونزو باوجود موخې ته د رسېدو هڅې کوو. ورپسې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله یادو مراسمو ته د وینا پرمهال کابل کې د پروني تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله وکړه. هغه زیاته کړه، جنایتکار دښمن هیڅ حد او سرحد نه پېژني او د دوی دغه ډول جنایتونه د افغانانو د غمیزې د دوام لامل کېږي.

اجرائیه رئیس د ملي دفاع او کورنیو چارو د مخکېنیو وزیرانو د خدمت، غیر سیاسي چلند او هلو ځلو قدرداني وکړه او نویو سرپرستو وزیرانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د بریاوو هیله وکړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان جنګي شرایط د تغیر او تبدیل تقاضا کوي. هغه په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې پر اصلاحاتو او همغږۍ ټینګار وکړ. دغه راز په غونډه کې د جمهوري ریاست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ملي دفاع وزارت د سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امرالله صالح په اړه د جمهور رئیس جلا جلا حکمونه چې دواړو ته په ورسپارل شویو دندو کې د بریا هیلې شوې وې، ولوستل.

د ملي دفاع وزارت مخکېني وزیر جنرال طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزارت مخکېني وزیر ویس احمد برمک د خپلو ویناوو پرمهال د جمهور رئیس غني له باور او همېشني ملاتړ څخه په مننې وویل، ورسپارل شوې دندې یې په ټول مسوولیت او صداقت ترسره کړي او د هېواد د صادقو بچيانو په توګه تل د افغانستان دفاع او خدمت ته چمتو دي. دغو دواړو وزیرانو د ملي دفاع او کورنیو چارو نویو سرپرستو وزیرانو ته د مبارکۍ پرمهال په ورسپارل شویو دندو کې د بریا هیله وکړه او د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړ. دوی همدارنګه په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه ټولو ته معلومات ورکړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د جمهور رئیس غني له باور څخه په مننې وویل، په ټول توان به ستاسو باور وساتم او د هېواد د دفاع او خدمت په برخه کې به خپلې هڅې او سرښندنې درېغ نه کړم. هغه زیاته کړه، په الهي نصرت او د جمهور رئیس په ملاتړ به راسپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کړم. ښاغلي خالد ه زیاته کړه، د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په مدبرانه رهبرۍ به د ملي اردو د منسوبینو مسلکي روزنې، د هغوی د مورال او شپنیو عملیاتو د ظرفیت لوړولو په برخو کې لا ډېرې هڅې وکړي. همدارنګه یې د اصلاحاتو بهیر پر چټکولو او دوام هم ټينګار وکړ. دیته ورته د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح هم د جمهور رئیس له اعتماد څخه په مننې وویل، د کورنیو چارو مخکېني وزیر د لاسته راوړنو او اصلاحاتو لړۍ به همداسې دوامداره وساتي.

ښاغلي صالح وویل، د کورنیو چارو وزارت کې به د پولیسو مسلکي روزنې ته پام زیات کړي، ترڅو د قانون تطبیق، د امنیت تامین او د خلکو د باور په جلبولو کې موثر تمام شي. هغه زیاته کړه، له دې وروسته به هیڅ زورواکی نه یوازې په ملي پولیس لاس پورته کړي، بلکې د ټولنې دغو خدمتګارانو او د کورنیو چارو وزارت بنسټ ته به د خلکو درناوی او باور زیات کړي.