6B76260A-2DF6-4F59-8D46-1E148279D151

دولسمشريزو ټاکنو کې دخوست ولسونه ګډون ونکړي

خوست کې د ولسي جرګې ځينو نوماندانو د اعتراض په ډول د ولایت مقام مخي ته خیمې وهلي ، چې ګني د انتخاباتو کميسون ورسره د مور او مېرې چلند کړی دی .
یادو نوماندانو فرحت خبرې اژانس ته وویل د انتخاباتو کميسون په پراخ فساد کړی او کمیسیون په درغلۍ تورنوي او وايي، چې د پيسوپه مقابل کې يې د خوست ابتدايي پايلې اعلان کړي دي
دوي وايي ، که په ده ملي پرسه شفافيت رامنځته نشي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به ولسونه په هيڅ صورت ګډون ونکړي
د څه مودې راهيسې په خوست کې يوشمېر نوماندان په همدې موخه د انتخاباتو کميسون په درغلۍ تورنوي چې د انتخاباتو ابتدايي پايلې يې د پيسو په مقابل کې اعلان کړي دي .
د دوي نيوکه دا ده چې د خوست ولايت رايې د له سره وشمېرل شي او حق د حقدار ته ورکړل شي
په خوست کې د ټاکنو کميسون مسؤلين وايي ، چې ياده ستونزه د دوي له سلاحيت پورته ده او زياته يې کړه چې معترض نومانان کولای شي خپل شکايت له مرکزي کميسون سره شريک کړي .
بل لورته يو شمېر خوستمېشتي وايي ، که چېرې د ټاکنو کميسون د ولسي جرګې رايې په شفاف ډول ونه شمېري دوي به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې په هېڅ صورت ګډون ونکړي .
شاو خوا مياشت مخکې د انتخاباتو خپلواک کميسون له لوري د خوست ولسي جرګې ابتدايي پايلې اعلان شوې ، چي په خوست کې يې د يوشمېر نوماندانو توند غبرګونونه راوپرول او د انتخاباتو کميسون يې په درغلۍ تورن کړ