AA025DD2-A644-48B1-92ED-667AFC001E29

معترضو نوماندانو د خوست ولایت مقام مخي ته د تحصن خیمې وهلي

خوست کې د ولسي جرګې ځينو نوماندانو د اعتراض په ډول د ولایت مقام مخي ته خیمې وهلي
یادو نوماندان فرحت خبرې اژانس ته وویل چې په خوست کې د ټاکنو په ورځ پاکستانيو اتباعو رایي کارولي چې دوی ته د منلو نه دي او په تور یې باید مشخص نوماند څارنوالۍ ته معرفي شي دوی وایي که ټاکنيز کمېسيونونه د دوی غوښتنو ته ځواب ورنکړي نو په لاریونونو به لاس پوري کړي او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به په هيڅ صورت ګډون ونکړي
د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر مشر شاه جهان سرداري د نوماندانو غوښتنې پرځای بولي، خو وایې چې نوماندان د خپلې غوښتنه له مرکزي دفتر سره شريکې کړي.
د یادولو وړ ده چې نن ورځ معترضو نوماندانو د خوست اوکابل لویه لار هم د مسافرو پرمخ د اعتراض په ډول تړلي وه
اکبریاسینی فرحت نیوز خوست