ycvdvfvv

د ټاکنوکميسون:هغه مراکز چې د ابتدايي پايلو ورسته پرې شکايتونه شوي دي د هغوي رايې له سره شمېرې

نن دوشنبه په خوست کې د ټاکنو خپلواک کميسون مسؤلينو فرحت خبري اژانس ته وويل ، هغه مرکزونه چې د شکايتو کميسون له لوري پرې شکايت شوی وه ، د هغو مرکزون رايې به له سره تفتيش او وشمېري بل ورته د شکايتو کميسون مسؤلين وايي ، چې د هغه ۹۱ مرکزو څخه چې د خلکو له لوري پرې شکايتونه شوي وه د هغې له جملې يې د ۵۱ مرکزونو رايې له سره شمېري او د پاتې نورو مرکزونو رايې به هم ورسته وشمېري . په خوست کې د ټاکنو او شکايتو کمیسون له لوري د هغه ۹۱ مرکزو رايې له سره وشمېرل شوې ، چې د ابتدايي پايلو ورسته پرې شکايتونه شوي وه . د ټاکنو کميسون مسؤل شاجهان سرداري فرحت خبري اژانس ته وویل چې هغه مرکزونه چې شکايتونه ورباندي شوي دي له سره به يې تفتيش او وشمېري . ها خوا بيا د شکايتو کميسون مسؤلين وايي : چې د هغه ۹۱ مرکزو څخه چې د خلکو له لوري پرې شکايتونه شوي وه ، د هغې له جملې د ۵۱ مرکزو رايې له سره شمېري. څو ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسون د خوست د برياليو نوماندانو ابتدايي ليست اعلان کړ،چې په خوست د ولسي جرګې نوماندنو او د هغوي پلايانو توند غبرګونونه راوپارول له له کميسون يې غوښتنه وکړه، چې د هغه مرکزونو رايې له سره وشمېريي چې د خلکو له لوري پرې شکايتونه دي.
اکبر یاسیني فرحت نیوز خوست