47175000_906376759721908_3558780850306809856_n copy

په خوست کې د یو شمېر نوماندانو ستازو د ټاکنو کمیسیون رئیس په فساد تورن وی

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی، نن پنجشنبه (8 قوس) د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د ټاکنو کمیسیون رئیس په پراخ فساد تورن کړ. دوی وایي په لومړنۍ لېست کې هغه څوک بریالي اعلان شوي چې پراخ فساد یې کړی او دغه ابتدایي پایلې ورته د منلو نه دي دوی فرحت خبرې اژانس ته وویل چې یو شمېر هغه نوماندانو چې وزیرستانيو ګډوالوته یې جعلي تذکري جوړي کړي او رایې ورته کارولې دي باید څارنوالۍ ته معرفي شي اخوا دټاکنو کمیسیون رئیس بیا د فساد تورونه ردوي او زیاتوي چې که هرڅوک پرې اسناد لري نو وړاندې دې کړي د یادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د ټاکنو کمیسون لخوا د خوست د نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې چې اوس یو شمېر نوماندانو ته د منلو نه دي.

اکبریاسیني فرحت خبرې آژانس خوست