-0kkkjhhnn

په وردګ ولایت کې دانتحاري حملو مسؤل ووژل شو

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د وږي د میاشتې په څلورویشتم او پنځه ویشتم تاریخ د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وردګ ولایت په مرکز میدان شهر، کهنه خمار او نورو اړوند سیمو کې شپني او ورځیني عملیات ترسره کړل،چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې یې د کابل او وردګ ولایتونو لپاره دطالبانو لخوا د تروریستي او انتحاري حملو مسؤل قاري ظریف سره د خپل ورور احسان الله او نښه ویشتونکي شاهین په ګډون د طالبانو او حقاني شبکې شاوخوا دیرش نور کسان له منځه یووړل او د ٨ تنو په تعداد طالبان بیا د ځانګړو ځواکونو لخوا ونیول شول همدارنګه پدغو عملیاتو کې د دښمن د مهماتو او وسلو دوه لويې ډېپوه ګانې چې دراشکو بابا په ساحه کې یې موقعیت درلود له منځه یووړل شوې او پنځه عرادې موټرسایکلونه چې دښمن ورڅخه د تګ راتګ لپاره استفاده کوله هم تخریب شول.
دیو بل خبرله مخی د عامه نظم هغه دوه هاموې ټانګونه چې دوه میاشتې مخکې طالبانو دعامه نظم له پولیسو څخه نیولي او وروسته یې د حلیم درې ته انتقال کړي وه، چې په دې نږدې وخت کې طالبانو پلان درلود چې له یادو ټانګونو څخه د انتحاري حملو لپاره استفاده وکړي، داچې په یادو ټانګونو کې چاودېدونکي مواد ډېر په ماهرانه ډول ځای شوي وه او د انتقال وړ نه وه نو په همدې دلیل په همغه ځای کې له چاودېدونکو موادو سره یو ځای له منځه یووړل شول.