32478933_373421889824260_7243821640193146880_n

په خوست کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د پروسې د چټکوالي په هدف د عامه پوهاوي پراخه ولسي غونډه ترسره شوه

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،دغه ولسي غونډه چې د یکشنبې په ورځ د خوست ښار ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه، پکې د خوست ګڼ شمير قومي مخورو، ځوانانو او مدني ټولنو استازو برخه اخیستې وه. دوی په ياده ولسي غونډه کې په دې خبرې وکړې، چې د راتلوونکو ولسي جرګې او ولسوالۍ شورا ګانو انتخاباتو کې به ګډون کوي او خپلې تذکرې به ثبتوي. د غونډې ګډونوالو د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د برښنايي تذکرو د ویش د پیل هرکلی وکړ او ټينګار وکړ، چې دغه لړۍ څومره چې ژر کیدای شي نورو ولایتونو ته هم وغزوي. په خوست کې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالۍ شورا ګانو د انتخاباتو لپاره د پراخې نوم لیکنې او تذکرو د چټک ویش ترنامه لاندې د عامه پوهاوي پراخه ولسي غونډه ترسره شوه. د غونډې په پیلیزو خبرو کې مدني فعال او ژورناليست احسان الله ځدراڼ وویل، چې د ولس کلک هوډ او قوي اراده د رڼو ټاکنو ضماوري کوي، نوموړي وویل، چې تیر ته په کتو باید ترپخوا ډير دقیق و اوسو او د ولس رښتیني استازي وټاکو. د غونډې نورو ګډونوالو په خپلو خبرو کې وویل، چې حکومت باید د نوم لیکنو د حوزو امنیت ته جدي پام وکړي، د دوی په اند ډاډمن امنیت د شفافو او رڼو ټاکنو شتون ثابتولی شي. قومي مشر حاجي شریف د غونډې په څنډه کې د برښنايي تذکرو د چټک ويش غوښتنه وکړه او په ولسمشر يې ټینګار وکړ، چې دغه لړۍ دې ژر تر ژره نورو ولایتونو ته وغزوي. د غونډې کډونوالو هم په خپلو خبرو کې په رڼو ټاکنو تاکید وکړ، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسيون يې په دې تورن کړ، چې دوی هم په لوی لاس د نوم لیکنې روان بهير کمرنګه کړی دی. ځوانان او قلموال عبدالقیوم قیومي په يادو ملي پروسې کې د پراخ ګډون یادونه کوي او زیاتوي، چې خوستیو ولسونو تل په ملي پروسې کې خپل ګډون ثابت کړی. ټاکل شوې وه، چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهير د غويي تر ۲۵مې پورې د ولایتونو په مرکزونو کې دوام وکړي، خو د خلکو د کمرنګې ونډې پراساس د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې یاد بهير يو میاشت نور هم وغزوه. هیره دې نه وي، چې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو په کمرنګې ونډې او د عامه پوهاوي په نشتون داسې مهال نیوکې کیږي، چې تردې مهال په خوست کې تر دیرش زرو څخه زیاتو کسانو ګډون کړی، چې تر۲۵۰۰ پورې يې میرمنې دي، چې خپل نومونه يې ثبت کړي دي. عبدالجلیل اکبری فرحت نیوزخوست