3FA5CA93-FD41-4C64-B696-A70BE616D7B3

په خوست کې د بمي چاودنې له امله 47تنو ته مرګژوبله واوښته

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،دخوست ښار په مرکزي نقطه کې د يعقوبيو هډې جوماعت په داخل کې د انتخاباتو د نوم ليکنې په يو مرکز کې د بمي چاودنې له کبله څوارلس تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر 33 څخه زيات ټپيان شوي دي. د خوست امنيه قومندانۍ سرپرست سمونوال عبدالحنان د يادې پيښې پخلى کوي، نوموړى وايي، چې په ياده چاودنه کې د دوو ميرمنو په ګډون څوارلس تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر 30 زيات ټپيان شوي. عبدالحنان په خبره چې د پيښې له ځايه يې ټول ټپيان په وخت دولتي او شخصي روغتونونو ته انتقال کړي. بلخوا بيا د خوست د عامې روغتيا رئيس حبيب شاه انصاري وايي، چې دوى ته 12جسدونه او 22 ټپيان روغتون ته راوړل شوي. د نوموړي په خبره، چې د ټپيان حالت د ډاډ وړ دى او ډير ژر به يې له روغتونه رخصت کړي.هېره دې نه وي، چې دا لومړى ځل نه دى، چې د نوم ليکنې د ثبت په مرکزونو دا ډول بريدونه کيږي. د تيرې يوې مياشت په لړ کې دانتخاباتو د نوم ليکنې د ثبت مرکزونه د وسلوالو لخوا په نښه شوي دي، چې ملکي کسانو ته يې زياته مرګژوبله اړولې. په دې ورستيو کې داعش وسلوالې ډلې د کابل د دشتې برچې په سيمه کې د نوم ليکنې په يو مرکز د بريد په پايله کې دښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې 70 تنو ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست