F9EDE39B-EC4B-40CB-A4B6-8322E866486B

دخوست پولیسو دانسان تښتونکو او قاتلینو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،دخوست امنیه قوماندانۍ دجنایې جرمونو پر وړاندې دمبارزې مدیر سمونوال شير داود ارین په وینا، چې وايي ددې مدیریت کشفي پولیسو دیوه دقیق کشفي راپور پر اساس دانسان تښتونکو او قاتلینو هغه ډله ونیوله چې دوه ورځې وړاندې یې دمتون سیمې څخه یو شپږ کلن ماشوم اختطاف کړی وو او یو تن یې دمندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په قتل رسولی وو.
ده زیاته کړه نیول شويو کسانو دلومړنیو څیړنو پرمهال په خپلو جرمونو اعتراف کړی. د ارين په خبره، چې د يادو متهمينو دوسيې به تربشپړو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپارل شي.
ښاغلي ارین وویل دیاو کسانو سره یو میل توپنګچه او یوعراده موټر سایکل هم نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا یادو مجرمینو دپولیسو سره مسلحانه مخامخ جګړه هم کړې چې چاته پکې زیان نه دی.
د ژغورل شوي شپږ کلن ماشوم پلار اولس خان په خپلو خبرو کې دپولیسو ددې چټک اقدام څخه مننه وکړه چې په ډیر کم وخت کې وتوانیدل چې روغ رمټ یې دانسان تښوتونکو څخه دده ماشوم وژغوره ده زیاته کړه هرخوست میشتی باید دپولیسو سره دهرډول غیر قانوني کړنو په مخنیوي کې همکاري وکړي ترڅو دهرچا ځان او مال خوندي وساتل شي. هېره دې نه وي، چې په خوست کې هدفي وژنې، غلاوې، دمخدره موادو کاروبار او جنايي جرمونه ترپخوا ډېر زيات شوي، چې خلک يې علت د خوست امنيه قومندان نشتون يادوي.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست