4284A7AC-78FB-408A-B7A5-74BE676E09EF

دخوست ولایت روحاني بابا ولسوالۍ به ډېر ژر فعاله شي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،سلاکار وزیر او د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له رئیس متین بیګ سره دهغه د کار په دفتر کې وکتل او د روحاني بابا ولسوالي په اړه چې د پکتیا ولایت د قومونو په غوښتنه د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم منظوره شوي وه خبرې وکړې. ښاغلي متین بېګ پکتیا والي ته ډاډ ورکړ چې په نېږدې راتلونکي کې به ددې ولسوالۍ تشکیل بشپړ او په پکتیا کې د نوي اداري واحد په حیث فعاله شي. ددې ترڅنګ ښاغلي والي د سیمه اییزو ارګانونو له رئیس سره په پکتیا کې د ولایت مقام او مېلمستون د نویو ودانیو د جوړېدا او ولسوالیو ته د اړینو اداري تشکیلاتو په برابرولو هم خبرې وکړې.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست