3E309C90-B030-442B-A94F-4B5032D20E50

د بي بي سي راډيو خبریال احمدشاه متونوال جنازه خاورو ته وسپارل شوه

په سويل ختيځ زون کې د بي بي سي راډيو خبریال احمدشاه متونوال جنازه نن د حبشخيلو په پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
ارواښاد احمدشاه پرون شا اوخوا ماذدیګر څلور بجې په موټر سايکل سپرو نامعلومو وسلوالو د خوست ښارشمالي برخې په يو کيلو مټرۍ کې د دورکوټيو په سیمه کې په ډزو ووژه.
د نوموړې کورنۍ وايي، چې دوی له هيڅ چا سره شخصي ستونزې او تربګنۍ نه لرلې او احمدشاه يې په کورنۍ کې يو عاجر او نيک خويه انسان وو، د ارواښاد متونوال پلار چې په یو دولتي ښوونځي کې د ښوونکي دنده لري وايي، چې زوی يې يواځينی کس وو، چې کور ته يې حلاله نفقه ګټله.
د خدای بښلي احمدشاه پلار ښاغلی ميرویس وايي، چې د احمدشاه مرګ ډير دردولی او هغه چاته د سزا غوښتنه کوي، چې د نوموړي په زوی يې د ادم خور ټوپک شپیلۍ راټيټه کړې.
ارواښاد احمدشاه څه باندې شپږ میاشتې مخکې نامزاد شوی وو، خو ناوړه رواجونه او لوړ ولور د نوموړې د واده مخه ډب کړې وه.
د احمدشاه د پلار په وينا، چې د روژې وروسته يې د واده لپاره ورته چمتوالی نيولی وو، خو ارواښاد د واده مخکې ځان د مرګ ځورورې سیلۍ ته تسلیم کړ او د پلار هغه ارمانونه يې په اوبو لاهو کړل.
اراوښاد احمدشاه ۲۶کلن وو او د تير یو کال راهیسې يې په خوست او سويل ختيځ زون کې د بي بي سي د خبریال په حیث دنده ترسره کړې.
مرحوم احمدشاه ددې څخه مخکې د افغانستان ملي راډيو تلويزيون او خوست کليد راډيو سره هم دندې ترسره کړې وې، ارواښاد يو تکړه، بااستعداده او ځوان خبریال وو، چې تشه يې د افغان خبریالانو او په ځانګړي ډول د سويل ختيځ زون خبریالانو په منځ کې د تل لپاره خالي پاتې شوه.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست