83D35038-03DF-4943-A733-6AC801CC3205

په خوست کې د ثور اتمه د یولړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،دا هماغه ورځ ده چې د ډېرو په ګومان د افغانستان د بدبختۍ پیل ترې وشو، یعنې په سردار داوود خان د کودتا ورځ!
د ثور په اتمه سهار نېږدې ۵ بجې سردار داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ غړیو د ارګ د ۲۰۰۰ ساتونکي ګارد او یو شمېر پلویانو سره یو ځای د کودتاچیانو له خوا ووژل شو.
په خوست کې د همدې ورځې یعنې اتم د ثور د نمانځلو په مناسبت د خوست ولایت والي، قومي مشرانو، ولایتي او ملکي ادارو منسوبینو د خوست په جرګو تالار کې یو لويه ولسي غونډه رابللې وه.
ویناوالو ياده ورځ د مجاهدينو د بریا او د افغانستان د خلکو لپآره د نوي ژوند پیل ورځ ياده کړه خو ځينو ته بیا دغه ورځ د ناکامۍ د تلین ورځ وه.
د کابل په ښار کې د ټانګونو اوازونه اورېدل کېږي او د داوود خان د نظام پر ضد پوځي کودتا پیلېږي.
“۲۴ ساعته چې افغانستان يې واړوه” په کتاب کې راغلي چې په همدې وخت کې د داوود خان یو ځانګړی ساتونکی د کابینې غونډې ته ننوت او هغه يې د ټانګونو له حرکته خبر کړ، خو هغه په ځواب کې وویل چې دا ټانګونه ده نه دي راغوښتي.
د افغانستان پر دفاع وزارت د توپ لومړۍ مرمۍ د ورځې ۱۱ بجې ولګېده چې د ارګ او قول اردو قوماندانۍ ترمنځ يې اړیکې پرې کړې.
شهنواز تڼی چې هغه مهال په بالاحصار کې د کومانډويي ځواکونو د لومړۍ ټولې قومانده پر غاړه درلوده وايي چې د ګوند د مشرانو له خوا ورته پر ارګ د حملې امر ورکړل شو.
ښاغلي تڼي رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خلق ګوند پلویان د ورځې ۱۱:۳۰نیمو بجو د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون ودانۍ ته داخل شول او وروسته يې ارګ محاصره کړ.
د خلق او پرچم ګوند مشران د کابل ولایت له زندانه بهر کړل شول.
کودتاچیانو د هوايي ځواکونو قوماندانۍ، د کابل هوايي ډګر، د مخابراتو او دفاع وزارتونه ونیول.
د ثور اوومه د پنجشنبې د ورځې ماښام اووه بجې وې لا هم د ارګ ځانګړی وسله وال ځواک مقاومت کوي او داوود خان هم لا ژوندی دی چې د افغانستان ملي راډيو اعلان وکړ “د نادرخان د واکمنې کورنۍ وروستی څلی ونړېده.”
د افغانستان راډيو له لارې د زره دارو قواوو جګړن اسلم وطنجار داسې وویل:
“د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، اسبتداد وروستنۍ بقایه او د نادر خان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېده، او ټول دولتي قدرت ولس ته لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپړ ډول د انقلابي شورا په واک کې دی.”
له دې وروسته په پرله پسې ډول په ارګ هوايي او ځمکنۍ حملې پیل شوې چې د ارګ د ځانګړي ګارد له مقاومت سره مخ شوې.
دغه جګړې ۱۴ ساعته یعنې د ثور اتمې د سهار تر پنځو بجو دوام وکړ.
بل اخره د ثور په اتمه سهار نېږدې ۵ بجې سردار داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ غړیو د ارګ د ۲۰۰۰ ساتونکي ګارد او یو شمېر پلویانو سره یو ځای د کودتاچیانو له خوا ووژل شو.
دغه کودتا په غافل کوونکي ډول بریاليتوب ته ورسېده او په دې ډول د افغانستان په تاریخ کې نوی فصل پیل شو.
په خوست کې د همدې ورځې یعنې اتم د ثور د نمانځلو په مناسبت د خوست ولایت والي، قومي مشرانو، ولایتي او ملکي ادارو منسوبینو د خوست په جرګو تالار کې یو لويه ولسي غونډه رابللې وه.
ویناوالو ياده ورځ د مجاهدينو د بریا او د افغانستان د خلکو لپآره د نوي ژوند پیل ياده کړه.
خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وويل، چې په دغه ورځ ميليونونو کسانو خپل ژوند ددې په خاطر له لاسه ورکړ، چې د وخت ښکیلاک سور لښکر له افغانستانه وشړي.
دوه تنو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د يادې ورځې څخه په الهام، چې وايي د شوروي ماتې د ولس په يووالي او اتفاق سره شوی، خو زیاتوي، چې د هغه وخت ګاونديانو افغانستان ديته پرېنښود، چې په خپلو پښو ودریږي او د اقوامو او ګوندونو ترمنځ يې تفرقې واچولې.
خو بلخوا بیا د یادې غونډې په څنډه کې د خوست ولایتي شورا منشې قمر علي لکڼوال په هغو مجاهدينو نیوکې وکړې، چې جهاد يې د امتیاز غوښتلو په موخه کړی او په خبره يې، چې اوس هم ځينې ډله ګۍ د اقوامو او ګوندونو د بې اتفاقۍ هڅه کوي.
دغه کودتا هغه مهال رامنځته شوه کله چې د سردار محمد داوود خان او د شوري اتحاد او همدا شان د ده او خلق ډيموکراتیک کمونسټ ګوند ترمنځ اړیکې خړې پرې شوې.
کودتا هغه وخت عملي بڼه خپله کړه چې میر اکبر خیبر په مکروریانو کې ووژل شو او ګوندي پلویانو یې د دولت پرضد مظاهره وکړه.
د لایق په خبره دا سې ګومان هم کېږي چې خیبر به د ګوند د رهبرۍ له لوري وژل شوی وي څو کودتا ته بهانه پیدا شي.
د همدې ورځې په وروستیو کې حکومت د خلق ګوند د مشرانو د نیولو امر صادر کړ او له راډیو اعلان وشو چې نیول شوي او نور نیول کېدونکي کسان به اشد مجازات شي.
شهنواز تڼي هم وايي دوی مجبور و چې له ځانه د دفاع په خاطر يې کودتا کړې وای:
ځينې د سیاسي چارو شنونکي او عام خلک د سردار محمد داوود وژل کېدل یوه لویه سهو بولي.
خو شهنواز تڼی د داوود خان وژنه سهوه نه بولي او کودتا کودتا توجیه کوي.
د سردار محمد داوود خان د ورور سردار نعیم خان لمسی سردار نادر محمد نعیم چې په دغه لویه پېښه کې یې د کورنۍ ډېر غړي له لاسه ورکړي د داوود خان د قتل د عاملینو د محکمه کېدو غوښتنه کوي.
د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې خونړۍ کودتا چې د داوود خان په وژل کېدو پای ته ورسېده هېواد ته یې ناوړه او خطرناک پيغامونه درلودل.
عام خلک او قومي مشران وايي له دې کودتا سره د افغانستان د بدبختۍ ورځې پيل شوې
سردار محمد نادر نعیم وايي، که داوود خان نه وای وژل شوای اوس به افغانانو هوسا او په سوله کې ژوند کاوه.
تاریخ پوهان لیکي، د داوود خان د حکومت له نسکورېدو وروسته اسلامي هېواد افغانستان د افغان بې تجربه کمونیستانو او روسي یرغلګرو د حملې هدف وګرځېد.
د سردار داوود خان او د کورنۍ د وژل شویو غړیو جسدونه يې د پلچرخي په پیلیګون کې دفن کړل شول.
د ډېرو په باور د ثور د اوومې او اتمې راپدیخوا د افغانستان ملي وحدت امنیت، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه، فرهنګي ارزښتونه له منځه ولاړل او سولې کوترو دا هېواد پرېښود او تورې ورځې پیل شوې.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست