31171327_364562727376843_2698559425876700617_n

په ازادۍ مېنه کې میشتو کډوالو سولیز لاریون وکړ

فرحت،د ازادۍ مېنې په ( B )پروژه کې میشت کډوال وایې چې د ښاروالۍ ریاست له لورې ترې کورنه ناړول شوي خو تراوسه يې بدیل نه دی ورکړل شوی
دوی وايې چې په دغه سیمه کې ټول هغه کډوال میشت دي چې د سرپنا له جدي ستونزې سره مخ دي او په خبره یې چې مخکي له دې چې د دوی کورونه په بشپړه توګه وناړول شي باید ښاروالۍ او نورې اړونده ادارې یې د بدیل غم وخوري
څو اونۍ وړاندې د ښارووالۍ ریاست له لورې د ازادۍ مینې د B پروژې د هغه خپل سرو کورونو د ړنګولولړۍ پیل شوي چې ددغه پروژې د خط اندازې مخه یې ډب کړي ده
خواوس د ازدۍ مینې B پروژه کې میشت اوسیدونکي وایې چې ښاروالۍ ریاست ترې کورونه ناړولي خو تراوسه یې بدیل نه دی ورکړل شوی
دوی وایې چې کالونه کیږي په دغه سیمه کې ژوند کوي او د حامد کرزي د حکومت ځینې اسناد یې هم په لاس لري خو اوس دوی ددغه سیمې دوعاګیر نه دي خو د سولیز لاریون هدف یې دا دی چې ولایتي او نورې اړونده ادارې دوی ته د سرپناه د پاره ځای مشخص کړي، ترڅو هلته استوګن شي.
بلخوا خوست ښاروال وایې چې د ازادۍ مېنې پروژه د خوست پخوانۍ والي ارسله جمال په وخت کې د دولت مامورینو ته ورکړل شوي چې ښاروالۍ ته یې مالیه هم تحویل کړي چې باید اصلي خاوندانو ته یې وویشل شي

دا په داسې حال کې ده چې د خوست ښاروالۍ له لورې د امنیتي ځواکونو سره په ګډه همکارۍ، د شپږمې ناحیې اړوند، د هغه خپل سریو جوړو شویو کورونو د نړولو لړۍ پیل شوه، چې نږدې لس کاله پخوا د ولایتي ادارې له لورې د توزیع شوي پروژې د تطبیق مخه یې ډب کړيده
اکبر یاسیني فرحت نیوز خوست