31131247_364608450705604_6628750760317000414_n

د ټاکنو په روڼوالي شک د انتخاباتو د نوم لیکنې بهير کمرنګه کړی دی

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،په خوست کې د راتلوونکو ولسي جرګې او ولسوالېو شوراګانو انتخاباتو ته د نوم لیکنې بهير د پخوا په پرتله کمرنګه شوی، چې مدني ټولنې او ځوانان يې علتونه په ښار او ولسواليو کې د عامه پوهاوی نشتون يادونه کوي.
مدني فعالان او قومي مشران ددغې پروسې د کمرنګوالي علت په ټاکنو بې باوري توب ته ګوته نیسي او زیاتوي، چې د حوزو په ټاکلو کې هم ځينو سیاسیونو او ځورواکو لاسوهنه کړې.
بلخوا د یکشنبې په ورځ د ملي ثبات او قلم مدني ټولنو په ګډه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرام نیولی وو او د ولسونه څخه يې په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون غوښتنه وکړه.
د انتخاباتو د نوم لیکنې په پروسه او د تذکرو په ویش دا نيوکې او انديښنې په داسې حال کې کیږي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په ډيری ولایتونو کې د نوم لیکنې بهیر په رسمي ډول پیل شوی دی.
په خوست کې د ملي ثبات او قلم مدني ټولنو ددې په موخه یاد د عامه پوهاوی پروګرام په لاره اچولی وو، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلوونکو انتخاباتو کې د نوم لیکنې په بهير کې د کمرنګوالي مخه ونیسي او خلکو څخه په دغه پروسه کې د ورګډيدو غوښتنه وکړي.
ولسونه د ټاکنو په رڼوالي شک هغه څه يادوي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه ونکړي، خو د یادو ټولنو مسؤلینو بیا د مرکزونو د کموالي يادونه کوي،او زیاتوي چې د حوزو په ټاکلو کې له د قت څخه کار نه دی اخیستل شوی.
د ازادۍ راډيو خبریال او مدني فعال په ولسونو غږ کوې، چې تذکرې واخلي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
په راتلونکي انتخاباتو کې د ګډون شرایط دا دی، چې اول به د تابعيت تذکره اخيستلی کیږي او د هغې څخه وروسته بیا په ټاکنو کې د رايې ورکولو حق ترلاسه کولی شي، خو لاهم په خوست کې د ټولنې نیمې برخې تذکرې نه دي اخیستي، چې ډیری يې ښځې تشکیلوي.
مدني فعال نقیب الله سیال وايي، چې مسؤلو ادارو خپل مکلفیت په سم ډول نه دی ادا کړی او لاهم په لرې پرتو سیمو کې میرمنو ته تذکرې نه دي ورکړل شوي.
د مندزیو ولسوالي قومي شورا غړی وايي، چې په تيرو انتخاباتو خلک شکمن شوي دي او روانه پروسه هم د ځينو کړيو لخوا مهندسي شوي ده.
راتلونکو پارلماني انتخاباتو لپاره کاندید انجنير هلمند هلمند بیا په ولس او حکومت غږ کوي، چې خلکو ته عامه پوهاوی وکړي ترڅو په دغه ملي پروسه کې خلک ګډون وکړي.
د نوم لیکنې د پروسې پر وړاندې د ناامنۍ تر څنګ د انتخاباتو په پروسې د خلکو بې‌باوريتوب بله لویه ستونزه ګڼل کېږي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د غور پېښې دا وښوده چې د نوم لیکنې پروسه به له جدي ننګونو سره مل وي.
په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسوین ددې کبله هم زیات انتقادونه کیږي، چې له چمتووالي پرته‌یې د نوم لیکنې پروسه پیل کړه ده.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تل بیا ټینګار کړی چې د نوم لیکنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او له پلان سره سم به دغه پروسه پر مخ ولاړه شي.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست.