30724004_230360307715476_1655208373571813376_n

د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره تر سره شوه

فرحت،د چنار دوديزه کلنۍ مشاعره د استاد حکیم تڼیوال په پارک کې ترسره شوه،
چې د دغه ولايت پر چارواکو سربېره پکې د اطلاعاتو کلتور سرپرست وزیر او ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګيانو او د شعر او ادب مينه والو پکې ګډون کړی و.
د ولایت مقام مرستیال په پرانستونکې وينا کې د مشاعرې له ګډونوالو له ليکوالانو، شاعرانو او فرهنګيانو وغوښتل، چې د خپل شعر او کلام پر مټ د هېواد د پياوړتيا او پرمختګ لپاره کار وکړي.
د مشاعرې په مختلفو برخو کې يو شمېر شاعرانو خپل جوړ کړي نظمونه په ترنم هم وړاندې کړل، چې مشاعرې ته يې ځانګړې ښکلا وروبښله او د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول
د یادونې وړ ده په وروسیتو کلونو کې د خوست د چنار مشاعرې په ګډون په یو شمېر پښتون مېشتو ولایتونو کې کلنۍ مشاعرې جوړیږي چې د لرو برو پښتنو ګڼ فرهنګیان په کې برخه اخلي.
اکبر یاسیني فرحت نیوز خوست