30712124_362924764207306_2665103689594681804_n

نن په خوست کې د ناوړه دودونو تر غنوان لاندې سیمنار تر سره شو.

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د سیمنار ګډونوالو د ناوړه کلتور په اړه بیلابیل سیمنارونه وړاندې کړل چې په ترڅ کې یې په ټولنه حاکم ناوړه دودنه په ګوته شول او په حل لارو یې خبرې وشوې.
د سیمنار ګډنوالو په خپلو خبرو کې وویل چې په خوست کې د قومي مشرانو مدني فعلانو او ځوانانو په مرسته يې دلته ډیری شمیر ناوړه دودنه له منځه وړي دي
د دوی په خبره چې پخوا به خلکو انجونه په بدو کې ورکولي خو اوس دغه ناوړه دود له منځه تللی دی
په ولسي جرګه کې د خوست خلکو استازې ساهره شریف بیا وایې چې په خوست کې تر ډیره ناوړه دودنه له منځه لاړ دي
انجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوي او په بدو کې د انجونو د ورکړي د پخوا په پرتله کمه شوي ده .
دد اطلاعاتو کلتورسرپرست وزیر محمدرسول باورې وايي چې د فرهنګي اونۍ په جریان کې به دوی د ناړوه دودنو ،رواجونو سیمنار سربیره به کلتورې نندرتون او د چنار کلنۍ مشعاره تر سره کړي
د یادولو وړه ده چې پخوا به یوازې په خوست د چنار کلنۍ مشعاره تر سره کیده خو اوس د اطلاعاتو کلتور وزارت په نوښت په خوست کې فرهنګي اونۍ لمانځل کیږي چې په لړ کې به یې سیمنارونه نندرتونونه او د چنار کلنۍ مشعاره ترسره شي چې د خوست سربیره به پکې د یو شمیر نورو ولایتونو د شعر او ادب مینوال هم برخه واخلې
اکبریاسینی فرحت نیوزخوست