30705612_361687277664388_2471904681923297084_n

د خوست د ځاځي میدان په نښته کې له پاکستانيو ځواکونو ۶ جسدونه پاتې شوي

د خوست ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالحنان ځدراڼ فرحت خبري اژانس ته وويل چې دا نښته نن سهار اته بجې د ځاځي ميدان ولسوالۍ په په جنډو غر او نازو غر سیموکې رامنځ ته شوي
د خوست سرپرست امنیه قوماندان وایې چې پاکستاني ځواکونو د جنډو غرو، غونډۍ پر امنيتي پوسته بريدونه پيل کړل چې د افغان ځواکونو له ځوابي بريدونو سره مخ شول
د خوست سرپرست امنیه قوماندان زیاتوی چې په نښته کې پاکستانیوملېشو ته درانه ځانې تلفات اوښتي دي د مړو ۶ جسدونه یې د جګړې په سیمه کې پاتې شوي او دوه کسان يې ژوندی نیول شوی دی.
د عبدالحنان په خبره چې په نښته کې یو افغان سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي
د یادولو وړ ده چې د ځاځي میدان ولسوالۍ په زرګونه اوسیدونکي د افغان ځواکونو سره د همکارۍ په خاطر په سپکو وسلو سمبال دجنډو غر هغه سیمي ه ته رسیدلي چیرته چې نښته رامنځ ته شوي ده
اکبر یاسیني فرحت نیوز خوست