EE443A4C-E492-4B98-ABCC-96496E1A3174

په لغمان کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه رسما پیل شوه

هغه مجلس چې په همدې موخه د لغمان والي محمد اصف ننګ په مشرۍ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړ شوی و د ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، د ولایتي شورا د رئیس محمد رفیع مموزي او د شورا د استازو تر څنګ په کې د ولایت امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل، د ملي امنیت رئیس برید جنرال محمد حسن شهیدزوی، د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال محمد یوسف نیازي، د بېلا بېلو ادارو رئیسانو، د لغمان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه، مېرمنو، مدني فعالانو او د رسنیو استازو په کې ګډون درلود.

پیل کې د لغمان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نور محمد نور د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې په تخنیکي برخه تفصیلي او زیاته یې کړه چې د نوم لیکنې دغه پروسه به په مرکز کې د ثور د میاشتې تر ۲۲ مې نېټې دوام ومومي او له هغې وروسته به بیا د ولسوالیو په مرکزونو او ورپسې به په کلیو او بانډو کې یاده پروسه د ټاکلي مهال ویش سره سمه پیل شي.

ورپسې لغمان والي محمد اصف ننګ په خپلو خبرو کې وویل د خوښۍ ځای دی، چې ولسونه د یو منتخب نظام د ټاکنې او له امیر سره د بعیت لپاره په یوې ولسواکې او شرعي پروسه کې د ګډون جواز تر لاسه کوي. ښاغلي ننګ زیاته کړه چې رایه نه ورکول د ځان او له نظام سره جفا ده، نوموړي د ټاکنو په ټولو پړاوونو کې د خلکو په پراخ ګډون ټینګار وکړ او له ولسونو یې وغوښتل د دغې پروسې د بریالیتوب او مشروعیت لپاره روڼتیا او عدالت په پام کې ونیسي او په زیاته کچه ګډون په کې وکړي.

وروسته د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي، د علماوو شورا رئیس مولوي عبید الله الکوزي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، د ښځو چارو رئیسې نسیمه شفیق سادات، مدني فعال حنیف الله غمخور پشه یي او نورو ګډونوالو په خپلو خبرو کې په وار سره د نوم لیکنې او رایې اچونې د پروسو په اړه ځینې ولسي اندېښنې او وړاندیزونه د غونډې له برخوالو سره شریک کړل او ژمن شول، چې د دیني عالمانو، قومي او جهادي مشرانو، بارسوخه مېرمنو، ځوانانو او مدني فعالانو په مټ به د یادو پروسو د بریالیتوب لپاره پراخ ولسي کمپاینونه مخته یوسي، څو خلک وشي کولی د یوې شرعي او ولسواکې پروسې له لارې خپل استازي وټاکي.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوزلغمان