30120563_2089921721293346_1826631665_n

ولسمشرغنی په وسلوالو غږ وکړ چې د سولې د بهير سره يو ځای شي او د اتنخاباتو له لارې دې مالومه کړي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته د دوه ورځيني په لړ د خوستيو ولسونو سره په يوه پراخه راټوليدنه کې دا خبرې وکړې، نوموړي دا هم وویل، ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولسواليو شورګانو انتخابات به په خپل وخت او زمان سره ترسره شي. ولسمشر غني د خوست ولایتي چارواکو، قومي مشرانو، ملي تجارانو، مدني ټولنو، میرمنو او ځوانانو سره هم په خپلو ناستو کې په همدې ټکو ټنګار وکړ او زیاته يې کړه، چې په خپله کابینه کې يې ځوانانو ته ډیر سهم ورکړی او دغه برخه به همداسې جاري وساتي. د دې تر څنګ بیا بله‌خوا د ولسمشر د لیدنو په مخالفت کې په خوست کې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په بلنه د لسګونه قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو اعتراضیه غونډه رابلل شوې وه. دوی ویل چې خوست ته د ولسمشر سفر نمایشي او د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په يو دوه ورځيني سفر خوست ته راغلی دی، نوموړي د خپل سفر په لړ کې د خوستيو ولسونو سره وکتل او د دوی ستونزې يې له نيږدې واوریدې. ولسمشر وویل چې ډېر ژر به په خوست کې د غلام خان بندر تأسیسات او نور وسایل او تجهیزات د تورغونډۍ، اسلام‎قلعه، حیرتان، تورخم، سپین‎بولدک او نورو بندرونو په شان چې نسبتاً مجهز دي، جوړ او ترانزیټ شي، نوموړي د خوست ګرديز بدیلې لارې د جوړيدو د بودیجه د منظورۍ يادونه هم وکړه او وویل، چې ډير ژر به په ياد سړک کار پیل شي. ده دا هم وویل چې د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو په باب‌يې د پاکستاني لوري سره هم خبرې کړې دي. ولسمشر په غونډه کې په ولس غږ وکړ چې د وسله‎والو مخالفینو سره د سولې بهیر په خپل لاس کې واخلي. ده له طالبانو هم وغوښتل چې دوی دې په سیاسي پروسه کې ورګډ شي او که د خلکو رأیه‌ يې خپله کړه، جمهور رئیس دې هم خپله وټاکي، خو په امنیتي ځواکونو يې غږ وکړ، چې د ملکي تلفاتو په برخه کې دې ډیر محتاط واوسي، د نوموړي په خبره کې که افغان ځواکونو له احتیاطه کار وانخيست حساب به ورسره وکړي. افغان ولسمشر وویل چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په اعلان شوې نېټه او د ولسمشرۍ ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي، خو زیاتوله يې، چې افغانستان ډيرې پتې زیرمې لري او په خبره يې، چې دغه پانګې يې د ولس په ګټو څرخولي دي. له‎دې سربېره ولسمشر محمد اشرف غني د څه باندې دوه میلیارده افغانیو په لګښت هغه پروژې چې په‎دې وروستیو کې بشپړې شوي پرانیستې او د ځینو يې د بنسټ ډبره يې کېښوده. ولسمشر د دوشنبې په ورځ د ښځو له فعالانو، د امنیتي ارګانونو مسؤلینو او ملکي ادارو رئيسانو او قومي مشرانو سره هم جلا جلا کتنې درلودې او په بیلا بیلو موضوعاتو يې ورسره بحث او خبرې وکړې. د دې تر څنګ بیا بل‌خوا د ولسمشر د لیدنو کتنو په مخالفت کې په خوست کې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په بلنه د لسګونه قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو اعتراضیه غونډه رابلل شوې وه. اعتراض کوونکو ویل چې د ولسمشر سره په کتنو کې هغو خلکو ته اجازه نه‎ده ورکړل شوې چې د خوست رښتینې ستونزې او د دې ولایت حقیقي انځور ورته وښيي. دوی ویل چې خوست ته د ولسمشر سفر نمایشي او د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین دی.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز خوست.