30440786_1080128988792903_3843655117538590720_n

ننګرهار کې د ختيځ زون ولسونو د سولې او حق غوښتنې په نامه خيمه درولې

فرحت خبري اژانس د خبر له مخې د خيمې ګډنوال وايي، چې تر هغې به خپل پيل شوي پرلت ته دوام ورکړي ، څو يې غوښتنې نه وي منل شوي.
دوی دغه راز په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې له روان حرکت څخه د ملاتړ ترڅنګ وايي، چې منظور پشتين او ورسره ملګرو يې د ياد حرکت له امله نړيوالو ته دا وښوده ، چې پښتون تروريست او جنګ خوښونکی نه دی .
د غه خيمه ، چې په شيرزي لوبغالې کې د ختيځ زون ولسونو له لوري درول شوې موخه يې د ختيځو ولايتونو د حق غوښتنه او په هيواد کې د تلپاتې سولې راتګ لپاره مبارزه ده.
پرلت کوونکي وايي ، په کوزه پښتونخوا کې د پښتون حق غوښتنې بشپړ ملاتړ کوي او د خپلو پښتنو ورورنو هر ډول مرستې ته چمتو دي.
مدنی فعال اباسين بهير، قرار عزيزي، حنيف الله پشه يي او ايمل څړوال، په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې له روان حرکت څخه د ملاتړ ترڅنګ وايي، منظور پشتين او ورسره ملګرو يې د ياد حرکت له امله نړيوالو ته دا وښوده چې پښتون تروريست او جنګ خوښونکی نه دی .
اباسين بهير وايي ، ختيځ ميشتي ولسونه له جګړې ستړي او سوله غواړي .
د هغه په خبره موږ ختيځوال په جګړه کې ټولو ښکيلو غاړو ته ننواتې کوو چې نوره جګړه بس او سوله وکړي.
قومي مخورو ملک زمری ، استاد محمد انور سلطاني بيا له حکومته غواړي، چې زورواکو او فساد کوونکو ته سخت ځواب ورکړي.
دوی وايي، ولس له حکومت سره دی او له حکومت غواړي چې د ولس غوښتنو ته پاملرنه وکړي .
دوی همدا راز له ټولو اسلامي هيوادونو وغوښتل چې په يو موټي کيدو سره په اسلامي هيوادونو کې روانې ستونزي حل کړي.
مدني فعالې مقدسه احمدزۍ بيا په ژړغونې غږ په جګړه کې له ټولو ښکيلو غاړووغوښتل، چې نور انسان وژنه او افغان وژنه بس کړي.
احمدزۍ وايي د نړۍ د نورو ملتونو په څير موږ هم په سوله کې د زده کړې او ژوند کولو حق لرو او دا حق بايد راکړل شي.
هغې په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو له پيل شوي حق غوښتنې حرکت څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل ، خويندې به هم له خپلو ورونو سره د سولې او حق غوښتنې خيمه کې ګډون ولري.
په ننګرهار کې د کوزې پښتونخوا د ولسونو په ملاتړ له دې وړاندې هم ولسونو خپل غږ پورته کړی وو، خو دا لومړی ځل دی چې د کوزي پښتونخوا د ولسونو د ملاتړ ترڅنګ ختيځوال د حق غوښتنې او سولې په نامه دا ډول خيمه دروي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار