30127002_358355994664183_6387294575332047979_n

مومندره کې د کوکنارو لمنځه وړلو او امنيت ټينګښت په موخه غونډه وشوه

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ کې د ولسوال نسيم شینواري په مشرۍ قومي مشرانو، بزګرانو او نورو سره د کوکنارو لمنځه وړلو، امنيت ټينګښت او پر يو شمېر نورو موضوعاتو غونډه وشوه.
د مومندرې ولسوال د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې حکومت سره د کوکنارو په لمنځه وړلو کې همکاري وکړي.
نوموړي د امنيت ټینګښت برخه کې د ولسونو له همکارۍ مننه وکړه؛ خو ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې د بشپړ امنيت راوستو په موخه ور سره لا ښه همکاري وکړي.
په دغه غونډه کې پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم ولسونو سره خبرې اترې وشوې.
د غونډې ګډونوالو د ولسوال د ټولو غوښتنو او سپارښتنو عملي کولو لپاره چمتووالی وښود او ژمنه يې وکړه، چې د امنيت په ټینګښت کې به حکومت سره لا زياته همکاري وکړي.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوزننگرهار