n00081594-b

د یو موټر سایکل بم په چاودنه کې د وسلوالو مخالفینو د یو سرګروپ په ګډون ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،تېره شپه ۱۲ بجې د الینګار ولسوالۍ اړوند د قصبې په سیمه کې د اسرار په نوم د وسلوالو مخالفینو یو سرګروپ او د نوموړي دوه تنه نور غړي، چې غوښتل یې موټر سایکل بم جوړ او د تروریستي برید لپاره یې وکاروي، خپل بم ور باندې انفجار کړی چې خپله سرګروپ اسرار په دغه چاودنه کې وژل شوی او دوه تنه نور غړي شدید زخمیان شوي دي.

اسرار په یاده سیمه کې د وسلوالو مخالفینو یو له هغو سرګروپانو څخه و، چې په ډېری تروریستي کړنو او د ماینونو په ځای پر ځای کولو کې یې لاس درلود.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوزلغمان