images.jpgججوئئ

د څلورو سرګروپانو وژل کېدو او پنځو ټپي کېدو ترڅنګ پنځه وسله وال طالبان ژوندي ونيول شول

فرحت،ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ چهاردهي سیمه کې تېره ورځ د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو څلورو مشهورو سرګروپانو وژل کېدو، يو سرګروپ او درې غړو ټپي کېدو ترڅنګ پنځه نور ژوندي ونيول شول.
د معلوماتو له مخې په وژل شويو سرګروپانو کې توردلی مشهور په ملا تور، پاچا، محمد شفيق مشهور په سنګر، مسکين او په ټپیانو کې يو سرګروپ او درې نور طالب وسله وال شامل دي.
همد راز پنځه وسله وال طالبان شاکر الله مشهور په قاري شاکر، سنګر کوچی، رحمن الله، عوض خان او بلال ژوندي نيول شوي دي.
دغه راز په سيمه کې دوه تنه نور وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار