29996210_2112092622141696_989186020_o

آصف ننګ:په لغمان کې د روغتیايي خدماتو پراختیا ته خاصه توجو وشي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی، لغمان والي محمد آصف ننګ نن په کابل کې د خپل کاري سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا د وزیر ډاکتر فیروزالدین فېروز سره د ځانګړې لیدنې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې د لغمان ولایت د مرکز په ګډون دې په پینځه ګونو ولسوالیو کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاس رسي او پراختیا په برخه کې خاصه توجو وشي. ښاغلي ننګ په دغه کتنه کې وویل دا چې اوسمهال په اټکلي توګه د لغمان نفوس تر یو میلیونه زیات شوی، دغه راز ورځ تر بلې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لړۍ هم مخ په زیاتېدو ده او د دې تر څنګ د غربي نورستان د درې ولسوالیو خلکو ته هم په لغمان کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي، چې ورته بسنه نه کوي، نو د عامې روغتیا له وزیر یې وغوښتل څو یادو ستونزو ته د ښې رسېدنې او په ټوله کې په مرکز او ولسوالیو کې یو شان روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاس رسي په موخه باید شتو خدماتو ته توسعه او پراختیا ورکړل شي. لغمان والي د عامې روغتیا د وزیر ښاغلي فېروز سره په خپلو خبرو کې د زېړانیو او کاکڅ په سیمو کې د نورو کلینیکونو او په لغمان کې د یو بل ستر روغتون د جوړېدو، د عامې روغتیا روغتون ته د درې نورو امبولانسونو د ورکړې او دغه راز د نوي سل بستریز روغتون د احاطې په اړه هم خپل وړاندیزونه شریک کړل او له نوموړي يې هیله وکړه، چې په یادو برخو کې د ولسونو غوښتنو او وړاندیزونو ځانګړې پاملرنه وکړي. وروسته د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز په خپلو خبرو کې د لغمان والي ښاغلي ننګ څخه مننه وکړه، چې د ولسونو غوښتنې او وړاندیزونه یې له دوی سره شریک کړل. نوموړی ژمن شو چې د نوي سل بستریز روغتون د احاطې د جوړېدو او دغه راز د عامې روغتیا روغتون ته د درې نورو امبولانسونو د ورکړې په برخه کې به ژر تر ژره لازمه همکاري وکړي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز.