images

په بټي کوټ کې د کوکنارو لمنځه وړلو په موخه غونډه وشوه

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ مقام کې د وري په ۱۳مه د کوکنارو لمنځه وړلو په موخه غونډه وشوه، چې پرمهال يې د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، علماء کرامو، جهادي قومندانانو، قومي مشرانو، بزګرانو او د سيمې يو شمېر نورو اوسیدونکو ګډون کړی و.
غونډې ته د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي د سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پيغام ولوسته، چې په کې له ولسونو غوښتل شوي، څو کوکنار لمنځه يوسي او پر ځای يې حلال فصل وکري.
نوموړي وويل، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين پيليږي او په دغه برخه کې يې له قومي مشرانو، بزګرانو او نورو څخه د همکارۍ غوښتتنه وکړه.
قومي مشرانو، بزګرانو او د سيمې نورو اوسيدونکو ژمنه وکړه، چې کوکنار به لمنځه وړي او په ياده برخه کې به حکومت سره لازمه همکاري تر سره کړي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوزننگرهار