29920542_1076371469168655_641112955_n

د ننګرهار کارټولنيزو چارو په ریاست کې دټولنيز مصئونيت مياشتنۍ ناسته ترسره شوه

فرحت خبري اژانس د خبر له مخې په ناسته کې ، چې د دې ولايت د يو شمېر دولتي او غېرې دولتي ادارو مسئولينو او استازو ګډون کړی و هر يو په خپل وار دټولنيز مصئونيت په برخه کې دترسره کړو فعاليتونو راپور وړاندې کړ . د کارټولنيزو چارو شهدانو او معلولينو نو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد دياد رياست دټولنيز مصئونيت په برخه کې دخپلو فعاليتونو او لاس لاندې پلانونوخبرې وکړې. دغه راز دکار او ټولنيزو چارو امر فضل هادي فضلزي او د ناستې نورو ګډونوالو له لوري د بې روزګاره خلکو ته دکاري زمينې په برابرولو، بېوزله کورنيو په لاسنيوي ، دوه کورنيو سره دمرستې ژمنه ، ماشومان دشاقه کارونو څخه دژغورلو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې . د قبايلو رياست استازي ژمنه وکړه هغه ماشومان ، چې زده کړې ورڅخه پاتې وي او په شاقه کارونو بوخت وي نږدې شل تنو ته به يې د زده کړو زمينه برابره کړي . ګډون والو دماشومانو په اوسني وضعيت خبرې وکړې او د ټولنيز مصونيت په برخه کې دفعاليتونو پر وړاندې دشته ستونزو يادونه يې وکړه.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار