29595078_356316008201515_93279667883302751_n

د لوګر د ښوونځیو لپاره ۳۵۰ حق الزحمه ښوونکي ګومارل کیږي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د ۳۵۰ تنو حق الزحمه ښوونکو د ګمارنې په موخه د ازموینې اخیستو بهیر پیل شو.
دغه حق الزحمه ښوونکي د پوهنې وزارت په لارښوونه په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې هوارولو په موخه نوي استخدامیږي.
د یادې ازموینې لپاره د سلګونو میرمنو په ګډون شاوخوا دیارلس سوه کسانو نوم لېکنه کړې ده، چې ټول د پوهنتونونو او دارالمعلمینونو فارغان دي.
له دغو کسانو به د څلورو ورځو کې په ترڅکې ازموینه واخېستل شي، چې وروسته به د یوې رڼې پروسې پر بنسټ ۳۵۰ تنه حق الزحمه ښوونکي وګومارل شي.
د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي عبدالوکیل کلیوال د یادې ازموینې د پیل پر مهال وویل، چې د دغو ښوونکو په ګومارلو سره به په ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي ستونزه هواره شي.
هغه د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې دغه پروسه په بشپړ شفافیت سره ترسره کیږي او د هر ډول تقلب ترسره کولو لپاره یې د زمینې برابریدو مخنیوی کړی دی.
لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۶۸ ښوونځي شته، چې ډېری ښوونځي د کافي تشکیلاتو د نه لرلو له امله د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
د یادونې وړده،چې د لوګر په ښوونځیو کې تیر کال هم د ورته پروسې له لارې ۴۵۰ تنه حق الزحمه ښوونکي پر دندو ګومارل شوي وې.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوز لوگو