29683346_356317908201325_6166704459162480376_n

د خوست پوليسو په بیلا بیلو جرمونو کې تورن اته کسان نیولي دي

دفرحت خبری آژانس دخبرله مخی،د خوست امنیه قومندانۍ سرپرست او د امنيت امر سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د پوليسو هغه لاسته راوړنې، چې د يوې اوونۍ په لړ کې يې لاسته راوړې وې د دوشنبه په ورځ په يو خبري کنفرانس کې رسنیو ته وښودې.
د امنيت امر عبدالحنان ځدراڼ زیاتوله، په یادو کسانو کې ځينو مجرمينو سربیره يې مخدره مواد، د نشه يي توکو کاروباريان او سارقین هم نيولي دي.
نوموړي وویل، چې د هوا په ګرميدو سره يې امنیتي تدابیر هم سخت کړي دي او عملاً يې په ځينو سیمو کې عمليات هم پيل کړي دي.
یادې څرګندونې، د دوشنبې په ورځ د خوست د امنيت امر عبدالحنان ځدراڼ په هغه خبري کنفرانس کې وکړې، چې د پوليسو د تیرې اوونۍ د لاسته راوړنو په هکله د امنیه قومندانۍ په تالار کې جوړ شوی وو.
امنيت امر وويل، چې د خوست پوليسو د خپلو عملیاتو په جریان کې د مخدره موادو کاروباریان، قاتلين، اخطتاف ګر، غلا او جينايي جرمونو باندې تورن کسان نیولي دي.
عبدالحنان ځدراڼ زیاتوي، چې ملي پوليسو ځينې سارقین، اختطاف چیان او غلاه شوي موټر هم نیولي دي.
د امنيت امر او سرپرست امنیه قومندان عبدالحنان ځدراڼ د هوا په ګرميدو سره د نويو عملیاتو خبره کوي او زیاتوي، چې اوس يې هم ګډو امنیتي ځواکونو په ښار او لرې پرتو سیمو کې عملیات پیل کړي دي.
د امنيت امر عبدالحنان ځدراڼ دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې په ښار کې تر پخوا ډيرې هدفي وژنې زیاتې شوي دي، خو د امنيت امر وايي، چې دوی به په دغه برخه کې لا ګړندي ګامونه واخلي.
خو بلخوا بیا د خوست ښار اوسيدونکي ورستیو هدفي وژنو ډارولي او وايي، چې د داسې پيښو په مخنيوي کې امنیتي مسؤلين پاتې راغلې دي دوی سپارښتنه کوي، امنیتي مسؤلين دې د ښار په نظم او امنیت کې پراخې هڅې وکړي.
هېره دې نه وي، چې د خوست امنيه قومندانۍ د پخواني قومندان دواد امين په تګ سره د خوست امنیتي اوضاع ترڅنګ د نشه يي توکو کاروبار او هدفي وژنو پيښې په ښار او لرې پرتو سیمو کې تر پخوا زیاتې شوي دي.
خوستوال بیا د مرکزي حکومت څخه ژر تر ژره د خوست لپاره د نوي امنيه قومندان د معرفي کيدو غوښتنه کوي.
څه باندې يو میاشت کیږي، چې خوست امنيه قومندانۍ چوکۍ باندې سرپرست قومندان ناست دی او د نوي قومندان راتګ ته خوستوال په انتظار ناست دي خو لاهم د نوي قومندان د راتګ څرک نه لږيږي.
عبدالجلیل اکبری فرحت نیوزخوست