29939239_2046020188758699_310511230_n

ښوونکو ته مبايل له لارې د معاشونو وېش پروسه پيل شوه

د فرحت خبري آژانس د خبر له مخې، ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند ميا عمر لېسه کې ښوونکو ته مبايل له لارې د معاشونو وېش په موخه د بايوميتريک پروسه پيل شوه.
د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري وويل، چې د دې سيستم په پلې کيدو سره به نور ښوونکي بانک ته د تلو او هلته په قطارونو کې د ودريدو اړتيا ونه لري .
نوموړي وويل، چې د دې پروسې پېل د شفافيت تضمين کوي او له ښوونکو يې وغوښتل چې دپروسې له کارکوونکو سره مرسته وکړي او هر ډول اسنادو ته چې اړتيا وي ورته چمتو يې کړي.
مبايل له لارې د ښوونکو دمعاشو نو دويش پروسه د جلال اباد ښار او پنځو ولسواليو په څوارلس ښوونځيو کې په ازمايښتي ډول تر سره کيږي او ټاکل شوې چې د روان کال تر پايه به ټول ښوونکي له دې خدماتو برخمن شي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار