29750618_1075585402580595_707234927_n

يو وسله وال طالب، چې په غلاو او نورو جرمونو کې يې لاس درلود ونيول شو

فرحت-ننګرهار ولایت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې جلال اباد ښار کې يې هغه وسله وال طالب نيولی، چې په چيک پواينټونو کې به يې له خلکو پیسې اخيستلې. دغه وسله وال طالب مقدس مشهور په غورځنګ دی او د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د لوړتۍ د ميرانو سيمې اوسيدونکی دی. نوموړي اعتراف وکړ، چې دوه نيم کال وړاندې د خپل يو ملګري په همکارۍ وسله والو طالبانو سره يو ځای شو، چې د نورو جرمونو ترڅنګ يې به چيک پواينټونو کې له خلکو پیسې ټولولې. ده زياته کړه، چې اوسمهال وسله والو طالبانو ورته په ښار کې د اوسيدو ځای برابر کړی و ترڅو سیمو ته د دولتي کاروانونو د ورتګ په هکله معلومات ورکړي. هغه وويل: زه د کابل کمپ سيمه کې دريدم؛ څو بټي کوټ ولسوالۍ ته د تلونکو سپيشل فورس په هکله وسله والو طالبانو ته راپور ورکړم. مقدس دغه راز په خپلو يو شمېر نورو جرمونو هم اعتراف وکړ او په خپلو کړنو يې پښيماني وښوده.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار