29853322_1073455349460267_999196026_n

په کونړ ولایت کې ددوه سوه پنځلس میلونه افغانیو په ارزښت د رغونیزو پروژو چارې پیل شوې

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې کونړ ته کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمان کریمي د سفر په ترڅ کې د ولسي تړون پروګرام رسما پیل او ترڅنګ یې د یاد وزارت د (۶۰٬۰۰۰٬۰۰۰) ملیونو افغانیو په لګښت د کرهالې (۸۰۰)متره اوږد بولډروال او د وټه پور ولسوالۍ (۳۵) متره پوخ اساسي پل،چې د کونړ درې ولسوالیو ترڅنګ د نورستان ولایت اوسیدونکو ته به هم اسانتیاوې رامنځته کړي نن د وري په (۸)مه د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ،دکلیو بیارغونې او پراختیا وزیر او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو . له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي راغلو ملیمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل د ولسي تړون پروګرام ،چې له مخې به یې کلیوالي سیمې له ښارونو سره ونښول شي او خلکوته به یوشان پراختیایي ،اقتصادي او ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شي ګټور او موثر وباله ،ښاغلي کلیمزي وویل د کونړ ولسونه د نظام پلویان دی ،څنګه چې لازمه وه پاملرنه ورته نه ده شوې، کونړ والي د اسعد اباد ولایتي روغتون ،د نغلوڅخه دبریښنا لین انتقال او سړکونو جوړیدل د خلکو لومړیتوبونه یاد کړ او په یاده برخه کې یې دکابینې وزیرانو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه . د ولایتي شورا رییس ولایت خان ،د ولسي جرګې غړي مولو شهزاده شاهد ،کلیوبیارغونې او پراختیا رییس ،دیني عالمانو او قومي مشرانو هم د خلکو لومړیتونه د راغلي پلاوي مخې ته کړل او د ویالو سربندنو،ښوونځیو او فرعي سړکونو جوړیدو په برخه کې یې د همکاریو غوښتنه وکړه . د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر په خپلو خبرو کې وویل ،چې سږکال به په دې ولایت کې د ولسي تړون برنامې له مخې د(۲۱۵)میلیونو افغانیو په ارزښت (۱۳۲) پروژې او ترڅنګ به یې د کلیو او پراختیا وزارت په اډانه کې څه د پاسه (۷) میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت (۳۱) بېلابېلې پروژې پلی کړي ،نوموړي د ولایتي ادارې او قومي مخورو له تود هرکلي هم مننه وکړه او د وزارت د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ په وروستۍ برخه کې د ولایت مقام له لوري چمتو شوي ستاینلیکونه د مشرانو په لاسونو ښاغلي وزیر او ورسره مل پلاوي ته ورکړل شول.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز کنر