29750367_2041713085856076_1384071950_n

د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګشت د پلو لارو او کوڅو د پخولو پروژې چارې پیل شوې

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د شپږ میلیونه دوه سوه درې پنځوس زره درې سوه څلور دیرش افغانیو په مالي لګښت د کوڅې او پلو لارو د پخولو پروژې عملي چارې پیل شوې. د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمر خیل وویل، د پنځمې ناحیې ابو یوسف پرمختیایي شورا د کوڅې او پلو لارو د پخولو پروژې په ترڅ کې به د ۷۷۷ متره په اوږدوالي کوڅې او ۱۵۵۴متره په اوږدوالي پلې لارې په کانګریټي ډول پخې شي . هغه زیاته کړه،یاده پروژه د ملي پیوستون پروګرام له لورې د ۶ میلیونه دوه سوه درې پنځوس زره درې سوه څلوردیررش افغانیو په مالي لګښت تطبیق کیږي،چې په کې د یو نیم میلیون افغانیو څخه زیاته ولسي ونډه هم شامله ده. د نوموړي په وینا یاده پروژه چې د څلورو میاشتو په موده کې به بشپړه شي،چې نږدې ۴ زره کسان به ورڅخه په مستقیم او غېرې مستقیم ډول ګټه واخلي . د یادونې وړده،چې په جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري شپږمه پروژه ده چې کارونه یې په رسمي ډول سره پیل کیږي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار