8jojmhybbghgh

پولیسوڅلور تنه دبیلابیلو جرمونو په تورونیول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې دننګرهار امنیه قوماندانی اړوند پولیسو دبهسودو ولسوالی اوجلال ابادښارپه مربوطاتو کی څلورتنه دبیلابیلو جرمونوپه تورونیول . دبهسودو ولسوالی په مربوطاتو کی دحبیب الله او یحیی په نومونو دوه تنه چی دقتل په یو قضیه کی تورن و او دپولیسو دتعقیب لاندی و، تیره ورځ پولیسو پداسی حال کی ونیول چی غوښتل یی دسیمی څخه تیښته او فزیکی مقاومت وکړی . دمعلوماتو له مخی نیول شوو تورنو کسانوله لوری دکامی ولسوالی مسلم اباد په سیمه کی دسیداکبرپه نوم یو تن په قتل رسول شوی و. همدغه راز دلومړی امنیتی حوزی پولیسو په خپله ساحه کی دوه تنه دجنګ اویو نفر دټپی کیدو په تور نیولی ، نیول شوی تورن کسان دامنیه په قوماندانی کی دپوښتونو لاندی دی .

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار