29433120_2031626420198076_2310433779497304064_n

په لغمان کې د بزګر ورځې د نمانځنې تر څنګ ګڼ کرنیز او حیواني تولیدات هم نندارې ته وړاندې شول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې هغه پراخه غونډه چې په همدې موخه نن په سراج بڼ کې د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت جوړه شوې وه د لغمان والي محمد اصف ننګ تر څنګ په کې د ولایتي مرستیال حاجي عبدالعزیز، وکیل عتیق الله عبدالرحیمزي، مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله تالکوزي، د بېلا بېلو ادارو مسولینو، قومي مشرانو، ځوانانو، ګڼو کروندګرو او مالدارانو په کې ګډون درلود. پیل کې د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشال په خپلو خبرو کې په تېر ۹۶ یم کال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د تر سره کړو فعالیتونو، تطبیق شویو پروژو او د همکارو موسسو د مرستو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل او دغه راز د ۹۷ یم کال په درلودونکو پلانونو یې لنډې خبرې وکړې. د کروندګرو په استازۍ علي محمد وویل چې له کروندګر څخه باید نمایشي ګټه نه بلکي حقیقي ګټه ترې واخیستل شي. نوموړي زیاته کړه چې د کروند ګرو د تولیداتو لپاره باید د مارکېټ موندنې په برخه کې وزارت زراعت په خپل وخت کې په جدیت سره کار وکړي څو د کروندګرو او مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا ته خاصه توجو شوې وي. ورپسې د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالعزیز او قومي مشر حاجي شامرد خان بیا بزګرانو ته د یادې ورځې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ په ولسونو غږ وکړ چې د سولې او امن په راوستو کې د خپل نظام او ولایتي ادارې ملا ور وتړي او د پرمختګ په کارونو کې ور سره یو ځای اوږه په اوږه ګډ کار وکړي. په پای کې لغمان والي محمد اصف ننګ د یادې ورځې په اړه بزګرانو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ زیاته کړه چې د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا په کرنیز اقتصاد پورې تړلې او په دې برخه کې موږ باید د کروندګرو لپاره لازمې اسانتیاوې په واک کې ورکړو. ښاغلي ننګ له خلکو وغوښتل چې په کرنیزو ځمکو کې د کورونو او ساختمانونو له جوړولو په کله ډډه وکړي او په دې برخه کې یې د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته جدي لارښوونه وکړه چې په کرنیزو ځمکو کې د هر ډول ساختماني چارو په کلکه مخه ونیسي، متوازن انکشاف او د خصوصي سکتور ګډون ته خاصه توجو وکړي. په اخر کې لغمان والي او مسولینو د یو شمېر همکارو موسسو په استازو د هغوی د ښې کارکردګۍ له امله د ستاینلیکونو د ویش تر څنګ د کرنیزو او حیواني محصولاتو او تولیداتو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړه چې په کې بېلا بېل توکي نندارې ته وړاندې شوي ول.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز لغمان.