فرحت خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام په وړانديز او د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ۳۴۳۵ ګڼه حکم سپين غر ولسوالۍ په موقت ډول د ننګرهار درېيمه درجه ولسوالۍ شوه، چې وروسته به دويمې يا لومړۍ درجې ته ارتقاء وکړي. د جمهور رئیس د حکم له مخې ، سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عدلي او قضايي ارګانونو، ملکي او نظامي ادارو مسئولينو ته سپارښتنه کړې،تر څو ژر تر ژره په یاده ولسوالۍ کې خپلې څانګې پرانيزې او خلکو ته په ټولو برخو کې قانوني خدمتونه وړاندې کړي . نوموړي همدا راز د سپین غر ولسوالۍ د خلکو څخه هم غوښتي،چې د ولسوالۍ مقام د ټولو ارګانونو سره په همغږۍ او همکارۍ خپلې چارې پرمخ یوسي . سپين غر د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته پرته ولسوالي ده، چې شمال لوديځ خواته يې د پښتونخوا تيراه سيمه لوديځ ته يې هسکه مېنه او کوټ، او ختيځ او جنوب ختيځ ته يې اچين، بټي کوټ او غني خېلو ولسوالۍ موقيعت لري. دغه ولسوالۍ پراخ مساحت او نفوس لري او خلک يې په بزګرۍ، مالدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار.
سپین غر په رسمي ډول د ننګرهار د درېیمې درجې ولسوالۍ په توګه منظور شوه
صدیقیمارس 26, 2018افغانستاندیدگاهها برای سپین غر په رسمي ډول د ننګرهار د درېیمې درجې ولسوالۍ په توګه منظور شوه بسته هستند
مطلب قبلیپه لغمان کې د بزګر ورځې د نمانځنې تر څنګ ګڼ کرنیز او حیواني تولیدات هم نندارې ته وړاندې شول
مطلب بعدید وسلوالو مخالفینو د دوو مشهور قوماندانانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۳ مشکوک ژوندي نیول شوي