29137952_2036245649736153_2140293543_n

ننګرهار کې ۱۴ داعش او ۲ وسله وال طالبان ووژل شول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت په هسکه مینه او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د بېلابېلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ داعشیان او ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي . د هسکې مینې ولسوالۍ په مهتر خان ابا او اوغز سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې د دولس بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي. همدا راز د ملي امنیت مؤظفینو د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژلي او د دوی څخه یې درې میله وسلې،د ملي اردو یونیفورم او نور توکې هم د یادو ځواکونو لاسته ورغلي . د یادو عملیاتو پر مهال ۲ وسله وال طالبان او ۱۳ نور شکمن کسان هم نیول شوي،چې د مګړۍ ترې څېړنې جریان لري .
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوزننگرهار.