29433120_2031626420198076_2310433779497304064_n

يو داعش او يو طاب وسله وال ونيول شول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې ملي امنيت موظفينو تېره ورځ يو داعش او بل طالب وسله وال ونيول. د معلوماتو له مخې ثناء الله مشهور په مفتي، چې اصلي د نورستان ولايت اوسیدونکی دی او اوسمهال د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ژوند کوي په دواړو ولايتونو کې يې تخريبې کړنې تر سره کولې. نوموړی د جلال اباد ښار مربوطاتو کې نيول شوی او د پلټنو په ترڅ کې يې په خپلو ټولو جرمونو اعتراف کړی دی. په ورته وخت کې د اچين ولسوالۍ باغدرې سيمه کې د ښايسته خان په نوم يو تنکی ځوان نيول شوی، چې د داعش په ليکو کې د تخريبي کړنو په موخه جذب شوی و. ښايسته خان په خپلو جرمونو اعتراف او پښيماني ښودلې.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار