29261840_1067101100095692_8652384378556514304_n

د وسله والو طالبانو ځای پر ځآی شوي ماین چاودنه کې ۳ ملکي وګړي ټپیان شول

د فرحت خبري اژانس د خبر له مخې ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په پچیرۍ سیمه کې نن سهار شاوخوا اووه بجې د ملکي وګړو پر یو هینو موټر د وسله والو طالبانو له لورې د سړک غاړې ځآی پر ځای شوي ماین چاودنه کړې،چې په ترڅ کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې د یادې پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی،خو هنیو ډوله موټر ته یې زیان اوښتی دی .

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار