29186876_1615625718502857_5184899685260722176_n

په خوست کې یو موټربم له څلورو وسله والو سره یو ځای نیول شوي دي

تېره شپه د خوست ولایت د موسی ‌خېلو ولسوالۍ اړوند د زوړ کوټ په سیمه کې یو موټر بم چې بېلابېل چاودیدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي وو، د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا سرتېرو لخوا د شپې په یوه بجه چې له یو بل سراچه موټر، څلورو وسلوالو کسانو او یو شمېر وسلو او مهماتو سره یوځای نیول شوي دي. د لومړۍ پلې لوا قومندان ډګروال خلیل الله خلیل فرحت خبري اژانس ته وویل چې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا ځواکونو یاد شوی موټر بم د موسی خېلو ولسوالۍ د زوړ کوټ په سیمه کې دشپې په یوه بجه نیولی او یو سراچه موټر چې د موټر بم په تعقیب پسې روان و هم له څلورو وسلوالو کسانو، یو میل کلاشینکون او دوه میله تفنګچو سره نیولي دي. د ده په وینا، چې نیول شوي کسان یې له ځانه سره لوا ته وړي دي، له پوښتنو ګرویږنو وروسته به یې هویت او د ګمارنې مرجع مالومه شي. نوموړي زیاته کړه، چې په یاد شوی موټربم کې د هاوان مرمۍ، نارنجګ، د بېلابېلو وسلو مرمۍ او ځواکمن چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي وو، چې لومړی د لوا د انجینرۍ ډلې لخوا خنثی اوبیایې چاودیدونکي توکي په یو خوندي ځای کې وچاودول شول. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د ورزې په سیمه کې یو هاموی موټربم هم د ملي اردو ځواکونو لخوا نیول شوی و.

اکبر یاسیني فرحت نیوز خوست