29135988_346794125820370_7922206833584532579_n

د انسان تښتونکو له منګولو يوه څلور کلنه ماشومه وژغورل شوه او په تړاو يې د دوو ښځو په ګډون ۶ کسان نيول شوي دي

دفرحت خبري اژانس د خبر له مخې نيول شويو کسانو ياده ماشومه پرون غرمه مهال د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند د فاطمه الزهرا روغتون څخه تښتولې وه،دغه ماشومه د يوې ډاکټرې لور وه، چې لومړی دوو ميرمنو له روغتون ويستلې او وروسته څلورو کسانو د سرخرود ولسوالۍ شيخ مصري سيمې ته انتقال کړې او هلته يې په يو شخصي کور کې ساتلې وه.
دا په تېرو دوو ورځو کې دويمه پېښه ده، چې ماشومان د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل کېږي.
تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو هم د تښتونکو له منګولو هغه اته مياشتني ماشوم وژغوره، چې اوونۍ وړاندې د جلال اباد ښار اړوند د يوې ډاکټرې له شخصي کتنځای څخه تښتول شوی و او په تړاو يې درې کسان هم نيول شوي دي.

عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرها