laghman-p

د افغان ځواکونو سره نښته کې د مخالفینو د یو قوماندان په ګډون پینځو تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفرحت خبري اژانس د خبر له مخې نن سهار شپږ بجې شا و خوا د الینګار په استقامت د مرکز اړوند بسرام په سیمه کې د ملي اردو او مخالفو وسلوالو تر منځ په وسلواله نښته کې د زبیر په نوم یو تن مخالف چې په کوچي مشهور و او د قوماندان اکرام د ګروپ غړی و، وژل شوی او دغه راز د قوماندان حمیر په ګډون د الیاس، ذاکر او پوهان په نومونو څلور تنه په دغه وسلواله نښته کې زخمیان شوي دي. په دغه نښته کې د ملي اردو یو سرتېری هم برسېرن ټپي شوی، چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی د یادونې ده چې یاد کسان د قوماندان رحمت الله او قوماندان یاسر په ډلو پورې تړلي دي، کوم چې د الینګار په استقامت په ډېری تروریستي کړنو او د ماینونو په ځای پر ځای کولو کې پراخ لاس لري.
عبدالقیوم ریحان فرحت نیوز ننگرهار